د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۳

د تورخم د نښتو په اړه د کابل چاپ ورځپاڼو تبصرې


کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې په تورخم کې د افغان او پاکستاني ځواکونو تر منځ د وروستیو نښتو په اړه یو شمېر مطلب چاپ کړي دي.

ویسا:

ویسا خپلواکې ورځپاڼې په خپله سر مقاله کې لیکلي، له څو ورځو راهیسې پاکستاني پوځ په تورخم کې په صفري نقطو کې د دروازې او تاسیساتو جوړولو هڅه کوي چې زموږ د ځواکونو له خوا تراوسه پورې د دوی د دې کار مخه نیول شوې چې په نتیجه کې یې دواړو خواوو ته مرګ ژوبله هم اوښتې ده.

د سرمقالې لیکوال لیکي چې پوښتنه دا ده چې پاکستان له دغه ډول بې شرمانه مداخلو څخه څه هدف لري او د دې دومره زړورتیا لامل یې څه دی؟

د سر مقاله لیکونکي په باور د دې لامل دا دی چې افغان حکومت له بده مرغه د تاریخي حقایقو پر خلاف له پاکستان سره د یو طرفه امتیاز پر بنسټ د دوستۍ داسې هڅې پیل کړې چې پایله یې دا شوه.

هېواد:

هېواد دولتي ورځپاڼې بیا په دې اړه په خپله سرمقاله کې لیکلي، سره له دې چې په تورخم کې له درېیو ورځو راهیسې حالات بېړني دي او د دواړو لورو وسلې یو او بل ته سیخې دي خو دا لانجه باید د خبرو له لارې حل شي.

په سر مقاله کې راغلي چې افغان حکومت او ولس له نړیوالې ټولنې غواړي چې د پاکستان دا ناوړه عمل بند کړي او که نه نو پاکستان ته سم سبق ورکړي.

د سر مقاله لیکونکي په باور پاکستان دې دا هڅه نه کوي چې یا دې د پوځي دروازو یا دې یا دې د ویزې او یا دې هم د اغزن سیم په مرسته ولس سره بیل کړي.

سرخط:

سرخط خپلواکې ورځپاڼې په دې اړه په خپله سر مقاله کې لیکلي، د شوېو توافقاتو له مخې د کرښې په دواړو غاړو د نوېو تاسیساتو تر جوړېدا له مخه باید د یو بل باور تر لاسه شوی وای خو پاکستان وار له مخه د دغو تاسیساتو جوړېدا ته د زور له لارې د ټانک او وسلې په مټ مخه لټوله چې تر دې وړاندې یې هم په بېلابېلو مواردو کې د نوېو تاسیساتو په جوړولو لاس پورې کړی و.

په سر مقاله کې راغلي چې د ولسمشر کرزي په حکومت کې د پاکستان له خوا د نوېو تاسیساتو د جوړولو اجنډا د افغان لوري له کوم غبرګون پرته پلې کېدله خو اوسني حکومت د نوېو تاسیساتو مساله جدي ګڼلې او د جګړې تر بریده یې مخنیوی کړی.

په سر مقاله کې وړاندې راغلي چې په ګوشته کې په دغسې یوې جګړه کې د افغان پوځي قاسم خان شهادت د پاکستان د زور او پراختیا غوښتنې سیاست ډب کړ او اوس پر تورخم د افغان پوله ساتو میړني مقاومت یو ځل بیا د پاکستان مخامخ تېری شنډ کړ.

XS
SM
MD
LG