د ازبکستان د دولتي ټلوېزیون ویاندې د اسلام کریموف له لوري تېره ورځ د خپلواکۍ ورځې پیغام ولوست.
نن د ازبکستان حکومت د هغه اعلان چې ولسمشر کریموف په روغتون کې بستر شوی دی پنځمه ده او د هغه د مړینې اوازې هم خپرې شوې دي.
دا خبرې هم کېږي چې څوک به د هغه پر ځای د منځنۍ اسیا د دې هېواد مشري کوي.
د کریموف په وینا تېره ورځ ملي ټلوېزیون کې د اتو بجو په خبرونو کې د خپلواکۍ پیغام ولوستل شو.
دا، دا معنی ورکوي چې دی لا هم واکمن دی. په پیغام کې د تېرو ۲۵ کلونو په ترڅ کې د ازبکستان د اقتصادي پرمختګ ستاینه وشوه.
دا پیغام څو ساعته وروسته تر دې خپور شو چې د کریموف کشرې لور لاله کریموفا طلایفا په ټولنیزو رسنیو کې ولیکل چې د دې ۷۸ کلن پلار ژوندی دی او ښه به شي. تر دې مخکې لولا کریموفا لیکلي و چې پلار یې مغزي خونریزي کړې ده.
لاله کریموفا طلایفا وايي، پلار یې ژوندی دی.
حکومت بیا د اګسټ په ۲۸مه یوازې دا اعلان وکړ چې ولسمشر اسلام کریموف په روغتون کې بستر شو او د هغه درملنه وخت غواړي.
ازبکستان په منځنۍ اسیا کې د پخواني شوروي اتحاد په جمهوریتونو کې تر ټولو ډېر نفوس لري، په دغه هېواد کې شاوخوا ۲۹ میلیونه کسان ژوند کوي.
دغه هېواد له افغانستانه پرته د منځنۍ اسیا له ټولو څلورو نورو هېوادونو سره پوله لري.
د ازبکستان د حکومت مخالفه سیاسي وېبپاڼو د دوشنبې په ورځ د کریموف د مړینې خبر ورکړ، خو روسي اژانسونو په تاشکند کې د یو شمېر سرچینو په وینا چې نومیې نهدی اخیستی، دا خبرونه رد کړل او ویېویل چې کریموف ژوندی دی.
تېره ورځ د روسیې رسنیو په وینا د ازبکستان صدراعظم او د پارلمان غړو د خپلواکۍ پر څلي تاشکند کې د ګلونو ګېډۍ کېښودې.
دا له تېرو ۲۵ کلونو راهیسې چې کریموف د ازبکستان ولسمشر دی، لومړی ځل دی چې بل څوک دا کار کوي.