د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۲

د ازبکستان ولسمشر د ورپېښې ناروغۍ له امله روغتون کې بستر شوی


د ازبکستان ولسمشر د ورپېښې ناروغۍ له امله په روغتون کې بستر دی.

د اسلام کریموف د ناروغۍ راپورونه مخکې هم ورکړل شوي و، خو حکومت هغه هېڅکله هم په رسمي توګه نه‌و تائید کړي.

په هغې خبرپاڼه کې چې د ازبکستان کابينې له‌خوا د یکشنبې په ورځ خپره شوې، ویل شوي چې ولسمشر اسلام کریموف د ضروري صحي معایناتو لپاره په تاشکند کې په روغتون کې بستر دی.

د خبرپاڼې له مخې کریموف به د معایناتو تر بشپړېدو او درملنې پورې په روغتون کې پاتې شي.

د هغه د روغتیایي وضعیت په اړه څه نه‌دي ویل شوي او نه هم په دې اړه چې ناروغي یې څه ده نور جزئیات ورکړل شوي.

۷۸ کلن کریموف د مرکزي اسیا تر ټولو زوړ ولسمشر دی
۷۸ کلن کریموف د مرکزي اسیا تر ټولو زوړ ولسمشر دی

​۷۸ کلن کریموف د مرکزي اسیا تر ټولو زوړ ولسمشر دی، هغه د یوه مستبد واکمن په توګه د پخواني شوروي پر دغه جمهوریت له څه باندې ۲۵ کلونو واک چلولی دی.

د کریموف د ناروغۍ خبره مخکې هم پټه نه‌وه او ویل شوي و چې هغه د زړه په ناروغۍ اخته دی او سالنډي لري.

خو حکومت مخکې د هغه د روغتیایي وضعیت په اړه هېڅکله هم کومه اعلامیه نه‌ده خپره کړې.

د ازادي راډیو ازبکي څانګې دوه ورځې مخکې داسې راپورونه ترلاسه کړي و چې وایي، کریموف له څو ورځو راهیسې ډېر ناروغ دی.

د هغه د ناروغۍ په اړه د راپورونو تائید ستونزمن کار ځکه دی چې په دې هېواد کې پر معلوماتو سخت کنټرول وضع شوی.

په دغه هېواد کې معلوماتو ته لاس رسی ډېر ستونزمن کار دی
په دغه هېواد کې معلوماتو ته لاس رسی ډېر ستونزمن کار دی

د ازبکستان ولسمشر د وروستي ځل لپاره د اګست په اولسمه د جنوبي کوریا د کورنیو چارو له وزیر سره د کتنې پر مهال د ټلوېزیون له لارې لیدل شوی دی.

ټاکل شوې وه چې نوموړی له پخواني شوروي د ازبکستان د خپلواکۍ د ۲۵ کلیزې په مراسمو کې چې په پام کې ده د سپټمبر په لومړۍ نېټه په تاشکند کې ترسره شي، ګډون وکړي.

د کریموف یو څرګند ځای ناستی نه‌لیدل کېږي او دې مسئلې د دې په وچه کې ایثار هېواد د اوږدمهاله ثبات په اړه اندېښنې زیاتې کړي دي.

ازبکستان هغه هېواد دی چې تر اوسه په‌کې داسې انتخابات نه‌دي ترسره شوي چې نړیوالو څارونکو دې هغه شفاف بللي وي.

ازبکستان چې د مرکزي آسیا له نورو هېوادونو سره پر ګډې پولې سربېره له افغانستان سره هم پوله لري، د نفوسو له پلوه د مرکزي اسیا یو لوی هېواد دی چې شاوخوا دېرش میلیونه وګړي په‌کې اوسي.

کریموف وروسته تر دې چې په ۱۹۸۹ کال د پخواني شوروي اتحاد د دې جمهوريت لپاره د کمونيست ګوند د عمومي منشي په توګه وټاکل شو، قدرت ته ورسېد.

هغه د شوروي اتحاد له پاشل کېدو سره د ۱۹۹۱ کال په اګست کې ازبکستان خپلواک هېواد اعلان کړ او وروسته هم د ولسمشرۍ د انتخاباتو په نتیجه کې ولسمشر وټاکل شو.

کریموف وروسته درې ځلې بیا د ولسمشر په توګه غوره شو او د انتخاباتو د رسمي نتیجو له مخې هغه رأیې چې ده هر ځلې ګټلي په سلو کې له نوي زیاتې دي.

کریموف د انتخاباتو د رسمي نتیجو له مخې هغه رایي چې ده هرځلې ګټلي په سلوکې له نوي زیاتې دي.
کریموف د انتخاباتو د رسمي نتیجو له مخې هغه رایي چې ده هرځلې ګټلي په سلوکې له نوي زیاتې دي.

کریموف دغه‌راز په قدرت کې د پاتې کېدو لپاره له ټولپوښتنې یا ریفرندام څخه هم کار اخیستی او د دې تر څنګ‌یې په هېواد کې د سیاسي مخالفینو د ځپلو او د اپوزېسیون د ټولو رسنیو د له‌منځه وړلو لپاره ځپونکي اقدمات کړي دي.

XS
SM
MD
LG