د لاسرسي لېنکونه

د ازبکستان د ولسمشر لور پر ټولنيزو رسنیو په یوه پيغام کې ويلي چې پلار يې د مغزي خونريزۍ له کبله د روغتون په عاجل اطاق کې بستر شوی دی.

پر انسټاګرام په يوه پيغام کې نن لاله کريمووا ويلي چې د پلار وضعيت يې اوس سم دی.

دې همداراز ويلي چې اوس ډېر وختي دی که وويل شي، د ازبک ولسمشر راتلونکی به څه وي.

د ازبکستان کابینې نن ويلي وو چې د دې هېواد روغتيايي متخصصين غواړي د ولسمشر اسلام کريموف بشپړه روغتيايي کتنه دې وشي.

کابینې وروسته له هغه په دې اړه اعلاميه خپره کړه چې حکومت اعلان وکړ اته اويا کلن کریموف په روغتون کې بستر شوی دی.

د ده د ناروغي په اړه معلومات نه وو ورکړل شوي خو ويل شوي وو چې درملنه به يې يو څه وخت ونيسي.

حکومت مخکې هيڅ کله د ده د روغتیايي وضعيت په اړه اعلاميه نه وه خپره کړې.

کريموف وروستی ځل د کوريا د کورنيو چارو له وزير سره د غونډې پر مهال پر دولتي تلويزيون ليدل شوی وو.

XS
SM
MD
LG