د لاسرسي لېنکونه

په ازبکستان، منځنۍ اسیا او نورو شاوخوا هېوادونو کې داسې اندېښنې راپورته شوي چې که د ازبکستان ولسمشر مړ شي یا د ناروغۍ له کبله د خپلې دندې د دوام وړتیا ونه‌لري، نو د هغه هېواد مشري به څوک کوي؟

۷۸ کلن اسلام کریموف د مغزي خونریزۍ له کبله په روغتون کې بستر او د هغه جوړېدو ته ډېره تمه نه‌شي کېدای.

د ولسمشر اسلام کریموف د ناروغۍ په اړه د لومړي ځل لپاره د هغه لور په انستاګرام کې پر خپله پاڼه لیکلي وو چې پلار یې مغزي خونریزي لري او د یوه روغتون په عاجله برخه کې یې درملنه دوام لري.

هغې نور جزئیات نه‌دي ورکړي، خو داسې ویل کېږي چې دا به ګرانه وي چې ولسمشر کریموف له دې ډول ناروغۍ ژوندی راووځي او که ژوندی هم وي نو د ولسمشر په توګه د چارو پر مخ وړل به ورته ناممکنه وي.

همدې وضعیت ته په کتو د ازبکستان پر احتمالي ولسمشر بحثونه کېږي.

د ازبکستان د سیاسي چارو یو تحلیلګر کمال‌الدین ربیموف «Kamoliddin Rabbimov» د ازادي راډیو ازبکي څانګې ته ویلي چې هغه څوک به د هېواد راتلونکی مشر وي چې د اساسي قانون نافذېدو ته اهمیت ورکوي او د خلکو ملاتړ ولري.

ښاغلی ربیموف وايي:

"بحثونه پیل شوي چې څوک به د کریموف ځای ناستی وي، هغه څوک به ګټونکی وي چې د ملي امنیت د ټینګېدو، د خلکو ملاتړ او د اساسي قانون د نافذېدو ښېګڼې ولري، هر څوک چې دغه مشخصات ولري کولی شي دا لوبه ختمه کړي."

د ازبکستان په اساسي قانون کې راغلي چې که ولسمشر د خپلې دندې پرمخ وړلو وړتیا ونه لري نو د هغه هېواد د پارلمان د مشرانو جرګې رئیس به د درېیو میاشتو لپاره مشري کوي.

خو د اوږد مهاله مشرۍ لپاره د هغه هېواد په لست کې اوس مهال د درېیو کسانو نومونه اخیستل کېږي.

ډېری په دې باور دي چې د ازبکستان صدراعظم شوکت میرزایف د ولسمشر ښکاره ځای ناستی دی.

د ازبکستان صدراعظم شوکت میرزایف

د ازبکستان صدراعظم شوکت میرزایف

۵۸ کلن میرزایف د جیزاخ Jizzakh ولایت دی، دغه ښار د ولسمشر کریموف د پلرني ښار سمرقند تر څنګ پروت دی او د دواړو ښارونو مشران د میرزایف ملاتړي دي.

داسي ښکاري چې د راتلونکي ولسمشر په ټاکلو کې د قبایلو مشران مهم رول ولري.

ځیني منتقدین د هغه شخصت د منلو وړ نه بولي او وایي، هغه یو سخت دریځی چارواکی دی چې تر ډېره د منطق پر ځای له تاوتریخوالي کار اخلي.

ځیني په دې باور دي چې که میرزایف ولسمشر شي نو حکومت به یې تر ډېره ځپونکی وي.

یو بل کس چې ښایې د اسلام کریموف د ځای ناستي په توګه کاندید شي د ازبکستان د مالیې وزیر رستم عظیموف دی، عظیموف د تاشکند دی.

رستم عظیموف

رستم عظیموف

ده د ۱۹۹۸ کال راهیسي د حکومت په مالي برخو کې دنده ترسره کړې ده.

عظیموف تر میرزایف تر یوه حده ماهر ګڼل کېږي ځکه د خلکو په باور هغه له نړیوالو سره د معاملاتو په برخه کې ډېره تجربه لري.

د ازبکستان د خپلواکۍ په لومړیو کلونو کې عظیموف د هغه هېواد د ملي بانک د بهرنیو اړیکو د مشر په توګه د بیارغونې او پراختیا په برخه کې د اروپایي بانک سره په معاملو کې عمده رول لوبولی دی.

د اسلام کریموف دریم احتمالی ځای ناستی د ازبکستان د ملي امنیت د کمیټې مشر رستم عنایتوف دی.

۷۲ کلن عنایتوف په ازبکستان کې یو له ډېرو پیاوړو کسانو څخه دی چې له ۱۹۹۵ کال راهیسي یې د ملي امنیت کمېټې مشري کړې ده.

دی هم د تاشکند دی، عنایتوف ته د یوه ولسمشر نه بلکې د یوه داسي کس په سترګه کتل کېږي چې د ولسمشر په راوستلو کې موثر اوسېدای شي.

له تېرو لسو کلونو راهیسي د ده یوازي یو عکس شته او دا عکس هغه وخت اخیستل شوی چې نوموړی چین ته د هغه هېواد له امنیتي چارواکو سره د لیدو لپاره ورغلی وو.

دی پخپله نه غواړي چې په عام محضر کې ډېر ولیدل شي.

یو باور دا دی چې د عنایتوف له ملاتړ پرته به تقریباً ناممکنه وي چې یو څوک د ازبکستان راتلونکی ولسمشر شي او یا د هغه هېواد چاري له خنډه پرته پر مخ بوځي.

ځیني راپورونه دا هم وایي چې دی له صدراعظم میرزایف سره ښې اړیکې لري او ښایې د راتلونکي ولسمشر په توګه د هغه ملاتړ وکړي.

اسلام کریموف له ۱۹۹۱ کال راهیسي چې ازبکستان د پخواني شوروي اتحاد تر ړنګېدو وروسته خپلواکي واخستله، د هغه هېواد ولسمشر پاته شوی دی.

XS
SM
MD
LG