اجرائیه ریاست وایي، د ملي یووالي حکومت مشرانو تر منځ د وروستیو اختلافاتو د هوارۍ د هڅو په دوام، ټاکل شوې ده ولسمشر او اجرائیه رئیس راتلونکې پنجشنبه له یو بل سره وګوري.
د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند جاوید فیصل د سې شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې په دغې لیدنه کې به ولسمشر د سیاسي هوکړهلیک په اړه خپل نظر له اجرائیه رئیس سره شریک کړي.
ښاغلی فیصل زیاتوي:
"په ټوله کې د سیاسي هوکړهلیک تطبیق، د انتخاباتو د نظام اصلاح، د انتخاباتو داېرېدو او لویې جرګې جوړېدو ته زمینه برابروي. نهیوازې دا چې پر دې برخو موږ پرمختګ کوو، بلکې د سیاسي هوکړهلیک او د خلکو له غوښتنو سره سم مخته ځو."
ښاغلی فیصل وایي، دواړه مشران به درېیمه ناسته هم ولري چې د درې واړه غونډو د نتیجې موندنې ناسته به وي، خو د درېیمې ناستې د وخت په اړهیې معلومات ورنهکړل.
د حکومت د مشرانو تر منځ اختلافات وروسته له هغې راڅرګند شول چې اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د ځوانانو یوې غونډې ته د وینا پر مهال پر ولسمشر انتقاد وکړ او جمهوري ریاست بیا د ښاغلي عبدالله خبرې د حکومتدارۍ د موازینو خلاف وبللې.
د حکومتي مشرانو تر منځ اختلافاتو د خلکو او سیاسي کړیو تر منځ سختې اندېښنې راپیدا کړي دي.
سیاسي فعال او د احمد شاه مسعود بنسټ مشر احمد ولي مسعود له ازادي راډیو سره په ځانګړې مرکه کې وویل چې د حکومتي مشرانو تر منځ اختلافاتو له نړیوالې ټولنې سره هم د دغه هېواد پر اړیکو منفي اغېزه کړې ده.
ښاغلي مسعود زیاته کړه:
"په دې کې شک نهشته چې د نړیوالې ټولنې حوصله تر وروستي بریده پای ته رسېدلې ده، یاده دې وي، پرته له څو هېوادونو چې په سیمه کې ستراتېژيکې ګټې لري، نور د افغانستان د مشرتابه پر وړاندې د ټولو هېوادونو حوصله پای ته رسېدلې ده."
ښاغلی مسعود همداراز سپارښتنه کوي چې حکومتي مشران دې له ټیمي ګټو تېر او د یوه واحد حکومت جوړېدو ته کار وکړي.
د سیاسي چارو بل کارپوه حشمت غني احمدزی وایي، ولسمشر او اجرائیه رئیس باید د اختلافاتو د لیرې کولو لپاره جدي هڅه وکړي.
ښاغلی احمدزی وایي، یوه توافق ته له رسېدو پرته به دواړه مشران په راتلونکو درېیو کلونو کې له ګڼو ستونزو سره مخامخ شي.
راپور: محمد قسیم سولهمل