د دهمزنګ د حملې په اړه څېړنیز کمېسیون جوړیږي

جمهوري ریاست وايي چې د کابل د خونړۍ حملې په اړه د تحقیقاتو د ځانګړي کمېسیون پر جوړولو کار روان دی.

د شنبې په ورځ د کابل په دهمزنګ سیمه کې د جنبش روشنايي د پلویانو پر لاریون انتحاري حملې وشوې چې لسګونه کسان یې مړه او ټپیان کړل.

د ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي پرون ازادي راډیو ته وویل، د دې حملې د څرنګوالي او عواملو په اړه د څېړنې لپاره د کمېسیون د غړو د ټاکلو چارې به نن بشپړې شي.

د ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي

ښاغلي مرتضوي زیاته کړه:

"امنیتي ادارو ته ویل شوي چې خپل باصلاحیته استازي معرفي کړي. همدا راز د بشري حقونو خپلواک کمېسیون، معترضینو او د مرکزي سیمو سپین ږیرو ته هم ویل شوي چې خپل استازي معرفي کړي. تر دوشنبې ورځې پورې به معلومه شي چې کوم کسان په دې ترکیب کې شامل دي."

د جنبش روشنايي په مشرانو کې د احمد بهزاد ترڅنګ یو داودناجي دی چې د حکومت له خبرداري سره سره یې د دې د لاریون مشري وکړه.

ښاغلي ناجي له ازادي راډیو سره په خبرو کې د حکومت د تحقیقاتو په کمېسیون کې ګډون ته چمتووالی وښود.

ښاغلي ناجي په کمېسیون کې ګډون ته چمتووالی وښود.

ناجي وايي:

"موږ لومړیتوب د شهیدانو او ټپیانو کورنیو ته ورکوو چې په دې اړه تحقیقات د دوی د سترګو په وړاندې په شفافیت سره ترسره شي خو که دا کار د جنبش روشنايي د خلکو شورا ته راجع شي نو خپل استازي به ور معرفي کړي."

خو د جمهوري ریاست مرستیال ویاند ښاغلی مرتضوي وايي چې د جنبش روشنايي پر غړو سربېره د هزاره قوم ځیني نور استازي به هم په دې اړه په تحقیقاتو کې ګډون وکړي.

ښاغلی مرتضوي وايي:

"د روشنايي جنبش په مشرتابه کې زیات شمېر کسان وو چې د اسد د دوهمې له مظاهرو مخکې ووتل، لکه صادق مدبر، کریم خلیلي، عزیزالله شفق او نور وکیلان. په دې کمېسیون کې د هغو د استازو ګډون د دې قضیي د لا روښانه کیدو سره مرسته کولای شي."

د جنبش روشنايي یوه پلوي او په ولسي جرګه کې د بلخ د خلکو استازي مولوي عبدالرحمن رحماني چې د چارواکو له خبرداري وروسته یې په لاریون کې له ګډون څخه ډډه وکړه هم د تحقیقاتو له موظف کمېسیون سره د همکارۍ ډاډ ورکړ.

ولسمشر اشرف غني

ښاغلي رحماني زیاته کړه:

"چمتو یم چې د جنبش روشنايي او خلکو په استازیتوب د دې ډول قضیو په اړه په تحقیقاتو کې مرسته وکړم چې دا دوه اړخونه لري- یو وړمه ورځنی پېښه او بل د دې ډول ملي قضیو حقیقت موندنه."

ولسمشر اشرف غني د شنبې په ورځ له دې پېښې سمدستي وروسته د لوی څارنوال په مشرۍ د تحقیقاتو لپاره د یوه کمېسیون د جوړېدو امر وکړ څو د پېښې په اړه هر اړخیز تحقیقات وکړي.

ښاغلي غني ژمنه وکړه چې ګرمو کسانو ته به که په حکومت کې دي او که له حکومته بهر سزا ورکړل شي.