د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۵

سمر: د دهمزنګ حمله جنګي جنایت دی او باید قانوني چلند وشي


د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون رییسه سیما سمر
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون رییسه سیما سمر

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د روښنايي غورځنک پر مظاهره کوونکو حمله، یو جنګي جنایت ګڼي او ټینګار کوي چې د پېښې له عاملینو سره دې قانوني چلند وشي.

د دې کمېسیون رییسې سیما سمر د یکشنبې په ورځ په کابل په یوې خبري ناسته کې خبریالانو ته وویل، مظاهره د خلکو قانوني حق او حکومت مکلف دی چې تدابیر ورته ونیسي.

مېرمن سمر پر دې خبرې له ټینګار سره چې د هېواد عدلي او قضايي ارګانونه اوس هم د دې ډول پېښو پر وړاندې د مبارزې توان نه‎لري وویل، حکومت باید په دې قضیه کې د هاګ د نړیوالې جزايي محکمې له مېکانیزم څخه کار واخلي.

مېرمن سمر وايي:

"په پرونۍ پېښه کې د عامو خلکو وژنه د نړیوالې محکمې د اتمې مادې له مخې، جنایت دی او باید تعقیب شي. که حکومت د دغې نړیوالې محکمې غړی وي کولای شي چې د عدالت په تأمینولو کې د یادې محکمې له مېکانیزم څخه کار واخلي."

دې وویل مظاهره د خلکو قانوني حق دی او دا کمېسیون د خلکو له حقونو ملاتړ کوي.

سمر: مظاهره د خلکو قانوني حق دی او دا کمېسیون د خلکو له حقونو ملاتړ کوي.
سمر: مظاهره د خلکو قانوني حق دی او دا کمېسیون د خلکو له حقونو ملاتړ کوي.

د خلکو د امنیت خوندیتوب، د پېښې د وژل شویو خښول، د خلکو اعتراضونه اورېدل، د پېښې د عامیلینو په ګوته کول او د خلکو په منځ کې د نفاق د اچولو مخنیوی، له حکومت څخه د دې کمېسیون نورې غوښتنې دي.

دا خبرې په داسې حال کې کېږي چې د روښنايۍ غورځنګ پر مظاهره کوونکو د شنبې په ورځ په یوې ځان وژونکي حمله کې ۸۰ کسان ووژل شول او ۲۳۱ تنه ټپیان شول.

مظاهره کوونکو ویل د ترکمنستان ۵۰۰ کیلو ولټه برېښنا دې د بامیانو ولایت له لارې تېره شي.

د جمهور رییس د ویاند مرستیال دوا خان مینه‎پال ازادي رادیو ته وویل، جمهور ريیس د پېښې د کره څېړلو لپاره، د لوی څارنوال په مشرۍ یو کمېسیون ګمارلی دی.

ځینې افغان کارپوهان د دې کمېسیون د جوړېدو پر څرنګوالي انتقاد کوي او وایي چې د دې ډول کمېسیونونو د څېړنو نتایج ډېر ځله ناڅرګند پاتې شوي دي.

صافی: دا کمېسیون یوازې د خلکو د قهر د سړولو لپاره دی.
صافی: دا کمېسیون یوازې د خلکو د قهر د سړولو لپاره دی.

د کابل پوهنتون د حقوقو د پوهنځي استاد ودیر صافي وویل:

"دا د هغو کمېسیونونو په څېر دی چې د کندز د نیولو د بررسۍ لپاره ټاکل شوی و. هغه کمېسیون ته پېژندل شوي کسان ټاکلي و، خو نتیجه‎یې تر اوسه هم معلومه نه‎شوه. دا کمېسیون یوازې د خلکو د قهر د سړولو لپاره دی او په عمل کې هېڅ نه‎شي کولای."

ښاغلی صافی تأکید کوي حکومت دې په داسې پېښو کې چې د څېړلو او د عاملینو د مجازاتو توان نه‎لري باید د هاګ نړیوالې محکمې ته مراجعه وکړي.

په ورته وخت کې د بشري حقونو خپلواک کمېسیون له خلکو غواړي چې خپل یووالی وساتي او هېڅ‎چا ته اجازه ورنه‎کړي چې د خپلو شومو اهدافو په خاطر، د دوی له احساساتو کار واخلي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG