د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۴

روښنایۍ غورځنګ په کابل کې خپله مظاهره پيل کړه


د روښنایۍ غورځنګ یا جنبش روشنایي په نوم ډلې خپله مظاهره د کابل ښار له لوېدیځ چوک مزاري څخه پیل او د دهمزنګ پر لور روان دي.

له سیمې د ازادي راډيو خبریال وایي چې مظاهره کوونکي د متوازنې ودې شعارونه ورکوي او له حکومته غواړي چې د ترکمنستان د ۵۰۰ کیلو ولټه برېښنا مزی دې له مرکزي ولایتونو تېر شي.

په ورته وخت کې د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي ازادي راډيو ته وویل چې د نورو امنیتي ادارو سره په همغږۍ شدید امنیتي تدابیر نیول شوي دي.

اخوا د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش له مظاهره کوونکو غوښتي چې پر حکومت باور او له غیر ضروري حرکتونو ډډه وکړي.

جنبش روشنایې شاوخوا دوه میاشتې مخکې هم د همدې موضوع په خاطر په کابل کې مظاهره کړې وه.

XS
SM
MD
LG