د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۲ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۸

کابل کې د شنبې حمله او په اړه یې نړېوالې تبصرې


د نړۍ ګڼو معتبرو ورځپاڼو او خپرونو په کابل کې د شنبې ورځې پر خونړۍ حملې ليکنې او تبصرې خپرې کړې دي.

والسټريټ ژورنال:

له امريکا خپرېدونکې ورځپاڼې والسټريټ ژورنال په خپله تازه ګڼه کې په کابل کې د شنبې ورځې پر ځان وژونکو بريدونو چې په نتيجه کې يې تر ٨٠ زيات کسان وژل شوي او شاوخوا ٢٣٠ تنه ټپيان شوي دي- مفصله ليکنه خپره کړې ده.

د ليکنې په پيل کې راغلي دا په پلازمېنه کابل کې لومړۍ داسې حمله ده چې داعش ډله يې مسووليت مني.

داعش ډله په داسې حال کې ظهور کوي او د افغانستان په ختيځ کې يې د فعاليت لپاره مهم مرکزونه جوړ کړي، چې په ٢٠١٤م کال اکثريت بهرني ځواکونه له افغانستانه ووتل.

والسټريټ ژورنال د افغانستان د ملي امنيت ادارې د يوه چارواکي په حواله ليکلي چې د جنبش روشنايي د ډلې پر مظاهره چيانو دا حمله درېيو ځان وژونکو بريدګرو کړې چې د ننګرهار له اچين ولسوالۍ څخه د حملې لپاره لېږل شوي وو.

د دې خونړۍ پېښې د قربانيانو د درناوي لپاره د يکشنبې په ورځ په ټول افغانستان کې او له هېواده بهر په افغان سفارتونو او ډيپلوماتيکو نمايندګيو کې د افغانستان بيرغ نيم ځوړند و.

په ليکنه کې راغلي: تر حملې څو ثانيې وروسته خلک د پېښې له صحنې د تېښتې په حال کې وو، ګڼو کسانو ژړل او په وينو لړلي وو.

د مظاهرې ګڼ ګډونوال هزاره توکمه وو، چې له مرکزي ولايتونو يې د ترکمنستان د ٥٠٠ ولټه برېښنا د مزو د غزولو غوښتنه درلوده.

د والسټريټ ژورنال په ليکنه، وروستۍ حمله په داسې حال کې وشوه، چې په وروستيو کې ګڼ هزاره توکمه د لويو لارو په اوږدو کې يا اختطاف شوي يا هم وژل شوي چې دې مسئلې په افغانستان کې د فرقوي شخړو اندېښنې پارولې دي.

انټرنېشنل بزنس ټايمز:

بريتانوۍ انلاين خپرونې انټرنېشنل بزنس ټايمز هم په کابل کې د شنبې ورځې پر حملې او عکس العملونو ليکنه خپره کړې ده.

د ليکنې په پيل کې راغلي، چې ولسمشر محمد اشرف غني ژمنه کړې، هغه کسان به مجازات شي، چې په دې حمله کې يې لاس درلود.

انټرنېشنل بزنس ټايمز دا په يوه لسيزه کې تر ټولو خونړۍ حمله بللې، چې دوې چاودنې په کې شاملې وې او درېيم ځانمرګى بريدکوونکى د افغان امنيتي ځواکونو له خوا تر حملې کولو مخکې ووژل شو.

خپرونې د ولسمشر هغه وينا هم رااخيستې چې په دهمزنګ سيمه کې تر حملې څو ساعته وروسته يې پر ټلويزيون وکړه.

محمد اشرف غني وويل: ستاسو سره ژمنه کوم، چې د دغو عزيزانو د وينې انتقام به د دې جنايت له عاملينو واخلو، که دوى هر ځاى وي.

ولسمشر غني ويلي. زموږ دښمنانزموږ پر ازاديو په حملې سره فکر کوي، چې موږ سره جلا کولاى شي، خو دوى به ناکامه وي.

د خپرونې په حواله، د کورنيو چارو وزارت ويلي، چې د راتلونکو لسو ورځو لپاره يې هر ډول عامه غونډه منع کړې ده.

انټرنېشنل بزنس ټايمز په خپله ليکنه کې د دې حملې په تړاو ملي او نړيوالو عکس العملونو ته هم پام اړولى دى.

د خپرونې په حواله، ملګرو ملتونودا بمي حمله يو جنګي جنايت بللى، بله خوا په کابل کې د امريکا سفارت ويلي، دا بزدلانه بمي حمله چې د لسګونو بېګناه انسانانو د وژنې سبب شوه، په کلکو ټکو غندي.

XS
SM
MD
LG