د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۲ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۵

غني: د کابل په حمله کې مقصر کسان به مجازات شي


د کابل په دهمزنګ سیمه کې د پروني ځانوژونکي برید وروسته چې لسګونه کسان په کې ووژل شول، افغان ولسمشر نن په ټول هېواد کې ملي ماتم اعلان کړی دی.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايې د کابل د پرونۍ حملې د قربانانیانو غچ به واخلي.

ولسمشر دا څرګندونې څو ساعته وروسته تر هغې وکړې چې د کابل په دهمزنګ کې د روښنایۍ غورځنګ پر لاریون په ځانوژونکي برید کې لږ تر لږه اتیا کسان ووژل شول او دوه سوه او دېرش نور ژوبل شول.

ښاغلی غني وايي:

"زه نن د دغو شهیدانو د والدینو په شان دردمن یم. د هرې کورنۍ چې نن‎يې عزیزان وژل شوي او یا ټپیان شوي په غم او درد کې شریک یم."

غني: زه نن د دغو شهیدانو د والدینو په شان دردمن یم.
غني: زه نن د دغو شهیدانو د والدینو په شان دردمن یم.

ولسمشر غني وویل د دې پېښې په اړه‎يې د پلټنو امر ورکړی او د نوموړي په خبره که په دولت کې وي یا له دولته بهر مقصر کسان به مجازات شي.

دی زیاتوي:

"د یوه با صلاحیته کمېسیون چې ملي، دولتي او غیر دولتي کسان به په‎کې وي د جوړولو امر مې ورکړی تر څو د دې پېښې په اړه هر اړخیزه پلټنه وکړي."

د روښنایۍ غورځنګ غړو او پلویانو د بامیانو له لارې د ترکمنستان د وارادتي برېښنا د مزي د انتقال لپاره دا لاریون تنظیم کړی و.

د ترکمنستان د وارادتي برېښنا د مزي د انتقال لپاره دا لاریون تنظیم کړی و.
د ترکمنستان د وارادتي برېښنا د مزي د انتقال لپاره دا لاریون تنظیم کړی و.

د پرونۍ پېښې یوه عیني شاهده صابره ده چې د چاودنې او له چاودنې وروسته حالت په اړه وايې:

"موږ هلته ارامه ناست وو چې ناڅاپه مې غږ واورېد ټول وتښتېدل بل لور ته مې چې وکتل ټول ټوټه پراته وو هېڅوک نه‎وو چې هغوی راټول کړي."

د کورنیو چارو د وزارت اعلامیه وايي درېیو ځانوژونکو د دهمزنګ په څلور لاري کې د جنبش روشنايي پر مظاهرې د برید هڅه وکړه، یو يې د پولیسو له‎خوا وویشتل شو، د بل چاودېدونکي مواد منفجر نه‎شول او درېیم انتحاري ځان د راټولو شویو کسانو په منځ کې والوزاوه.

د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله پرونی برید د ټولو اسلامي او نړیوالو اصولو خلاف عمل بللی دی.

نوموړي امنیتي ځواکونو ته امر کړی چې د دې پېښې عاملان د قانون منګولو ته وسپاري.

د ملي امنیت د شورا سلاکار محمد حنیف اتمر د کابل پرونی برید بزدلانه عمل بللی او د ترورېستانو په ختمولو يې ټینګار کړی دی.

پخواني ولسمشر حامد کرزي دا حمله په شدیدو ټکو غندلې او ویلي دي چې دا پېښه د دې ښکاره نښه ده چې پردي غواړي په افغانانو کې تفرقه واچوي.

په کابل کې د ملګرو ملتونو د دفتر مشر دا برید جنګي جنایت او د نه‎منلو وړ عمل بللی دی.

په کابل کې د امریکا سفارت هم په دهمزنګ کې پرونۍ خونړی حمله غندلې او د قربانیانو له کورنیو سره‎يې خپله خواخوږي څرګنده کړې ده.

په کابل کې د پاکستان سفارت هم دا برید غندلی او هغه‎يې بزدلانه کار بللی دی.

د کورنیو چارو وزارت او د کابل ګارنېزون تر راتلونکو لسو ورځو پورې په ښار کې پر هر ډول عامه غونډو او لاریونونو بندیز اعلان کړی دی.

XS
SM
MD
LG