د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۳

روښنايۍ غورځنګ: حکومت سره د ۵۰۰ کیلو ولټ برېښنا په اړه مذاکرات بې پایلې شول


د خلکو د عالي شورا غړي وايي، له حکومت سره د سالنګ له لارې بامیانو ولایت ته د ترکمنستان د برېښنا د ۵۰۰ کیلو ولټو د برېښنا د غځولو دوه ورځیني مذاکرات بې نتیجې پای ته ورسېدل.

دوی حکومت له خلکو او نړیوالې ټولنې سره د کړو ژمنو په نه عملي کېدو تورنوي او وايي چې حکومت د سالنګ له لارې د ترکمنستان د ۵۰۰ کیلو ولټو د برېښنا د لیږدولو په پریکړې سره، توازن له منځه یوړ.

د غونډې پریکړه لیک د یادې شورا یوه غړي داوود ناجي ولوست چې په کې راغلي وو:

د دغې شورا یو تن غړي داود ناجي
د دغې شورا یو تن غړي داود ناجي

ښاغلي ناجي زیاته کړه:

"د خلکو عالي شورا په تېرو ورځو کې له نړیوالو بنسټونو، د افغانستان د ملاتړو هېوادونو له سیاسي استازو او د هېواد له مؤثرو سیاسي شخصیتونو سره لیده کاته وکړل او د مداکزاتو لپاره یې ورسره خبرې وکړې. خو له بده مرغه د ملي یووالي حکومت په غېر عادلانه توګه، د دې مذاکراتو دروازې وتړلې."

په پریکړه لیک کې دا هم راغلي چې دوی به د شنبې په ورځ د حکومت د پریکړې پر وړاندې، په کابل ښار کې مظاهرې وکړې.

دا په داسې حال کې ده چې دغې شورا پخوا تر دې هم د سالنګ له لارې، د ترکمنستان د ۵۰۰ کیلو ولټو د برېښنا له لیږدولو سره د مظاهرو په کولو مخالفت کړی و.

حکومت د دې اعتراضونو وروسته د روښنایې د شورا د ځینو استازېو په ګډون یو پلاوی ټاکلی و چې پر مسئله بحثونه کړي او پریکړه شوې وه چې د ترکمنستان برېښنا دې د سالنګ له لارې ولیږدول شي.

خو دغه پریکړه یو ځل بیا د جنبش روشنایي او د بامیانو د یو شمېراوسیدونکو له غبرګون سره مخ شول.

بل خوا د بامیانو ولایت ځینو استازېو او د مدني ټولنې غړېو په یوې جلاناسته کې وویل، جنبش روشنایي غواړي چې دغه مسئله سیاسي کړي.

دوی دا هم وویل، جنبش روشنايي د بامیانو د خلکو استازیتوب نه شي کولای.

د بامیانو د اوسیدونکو د سراسري شورا یوه غړي زین اله رونق
د بامیانو د اوسیدونکو د سراسري شورا یوه غړي زین اله رونق

د بامیانو د اوسیدونکو د سراسري شورا یوه غړي زین اله رونق په دې اړه وویل:

"په خواشینی سره د روشنايي غورځنګ سیاسي بڼه غوره کړې، د بامیانو ولایت د خلکو استازي او ګڼ شمېرخلک له دې غورځنګ څخه وتلي.داسې کسان د دې غورځنګ مشري کوي چې بامیاني نه دي او ښايي ترشا یې ځینۍ کړۍ لاس ولري."

دا په داسې حال کې ده چې د خلکو د اعتماد ګوند چې څو ورځې دمخه یې د روښنايۍ له غورځنګ سره اړیکې پرې کړې وايي چې ځیني بهرني هېوادونه د روښنايي غورځنګ له لارې غواړي چې خپل شوم اهداف په هېواد کې پلي کړي.

وموغوښتل چې په دې اړه د حکومت نوی نظر ولرو خو له هڅو سره سره ونه توانېدو چې نظر یې واخلو.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG