د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۷

چارواکي: نننۍ مظاهرې ۴۰ سلنه زده کوونکي له ازموینې پاتې کړل


د روښنايي غورځنګ د شنبې د ورځې مظاهرو، په کابل ښار کې د پوهنې او لوړو زده کړو وزارتونو پر تعلیمي او تحصیلي نظام ناوړه اغېز وکړ.

د کابل ښار د ښوونځیو زده کوونکي، د ښوونځیو مسؤلین، د پوهنتونونو محصلین او د لوړو وزارت چارواکي وايي، مظاهرې او اعتراضیه غونډې باید د ښارونو له سړکونو او واټونو څخه لیرې، په ځانګړو ځایونو کې وشي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې په کابل ښار کې د شنبې په ورځ د روښنايي غورځنګ د مظاهرو له امله، د ښار عمده سړکونه او واټونه تړلي وو او ګڼ شمېر زده کوونکي او محصلین ونه‎توانېدل چې خپلو تعلیمي او تحصیلي مرکزونو ته لاړ شي.

محصلین ونه توانېدل چې د پوهنتونونو د لومړي سمستر په ازموینې کې برخه واخلي.
محصلین ونه توانېدل چې د پوهنتونونو د لومړي سمستر په ازموینې کې برخه واخلي.

دوو زده کوونکو چې په دې ورځ د مظاهرې له امله له ښوونځي او ازموینې پاتې شوي ازادي رادیو ته وویل:

"زمانوم شکراللهدنهم ټولګي زده کوونکی. کله چې مظاهرې کيږي په هغې ورځ ښوونځي ته نه‎شو تللی، ذهنونه ګډوډېږي او درس نه‎شو زده کولای، کله کله په مظاهرو ډزې او چاودنې هم کېږي، د نننۍ مظاهرې له امله ډېری شاګردان له درسونو پاتې شول."

"زه د اتم ټولګي زده کوونکی یم، زموږ ښوونځی په ښار کې دی، د مظاهرې له امله مکتب ته لاړ نه‌شوم. دا مظاهرې باید مکتبونو سره نږدې ونه‌شي."

دا په داسې حال کې ده چې په دې ورځو کې د کابل ولایت او ښار د ښوونځیو څلورنیم میاشتینې او د پوهنتونونو د لومړیو سمسترونو ازموینې روانې دي.

د پوهنې وزارت د رهبري شورا غړي او د استقلال لیسې مدیر سید ناصر عسکرزاده له ازادي رادیو سره په خبرو کې وویل،

د روښنايي غورځنګ د مظاهرې له امله شاوخوا ۴۰ فیصده زده کوونکي له ازموینې پاتې شول.

ده هیله وکړه چې مظاهرې او اعتراضیه غونډې باید د ښار له واټونو څخه په وتلو سیمو کې ترسره شي، څو د پوهنې نظام ټکنی نه‌شي.

د پوهنې وزارت د امتحانونو د اخیستو په حالت کې دی.
د پوهنې وزارت د امتحانونو د اخیستو په حالت کې دی.

ښاغلی عسکرزاده وايي:

"د پوهنې وزارت د امتحانونو د اخیستو په حالت کې دی، زده کوونکو د ازموینې لپاره تیاریانې نیولی دي، لېکن له ازمویني محرومېږي، کابل ښار ډېر کوچنی دی، دا مظاهرې باید په لویو سټډیومونو او له ښار څخه په تلو ځایونو کې وشي څو د پوهنې نظام ټکنی نه‎شي او خلکو ته ستونزې پېښې نه‎شي."

همدارنګه د لوړو زده کړو وزارت وايي، د روښنايي غورځنګ د مظاهر له امله ګڼ شمېر محصلین ونه توانېدل چې د پوهنتونونو د لومړي سمستر په ازموینې کې برخه واخلي.

د دې وزارت ویاند فیصل امین ازادي رادیو ته وویل، دا مظاهرې باید په داسې ځایونو کې وشي چې د هېواد د تعلیمي او تحصیلي نظام د پرمختګ خڼد نه‎شي.

امین: هغوې چې د لارو د بندېدو له امله نه و راغلي له هغوی به جبراني امتحان واخیستل شي.
امین: هغوې چې د لارو د بندېدو له امله نه و راغلي له هغوی به جبراني امتحان واخیستل شي.

ښاغلی امین وايي:

"تقریباً په هر پوهنتون کې ۶۰ یا ۷۰ محصلین حاضر، امتحان یې ورکړ، هغوې چې د لارو د بندېدو له امله نه و راغلي له هغوی به جبراني امتحان واخیستل شي. تحصیل یو مستمر جریان دی، دا چې وضعیت خرابېږي او انقطاع په‎کې راځي، طبعاً بد تأثیر کوی. د تحصیل جریان باید له ځنډ سره مخ نه‎شي."

دا په داسې حال کې ده چې د شنبې په ورځ د روښنايي غورځنګ په سلګونو غړو په کابل ښار کې د سالنګ له لارې د برښنا له لېږد سره د مخالفت له امله مظاهره کړې ده.

د دې غورځنګ اعتراض دا دی چې د ترکمنستان ۵۰۰ کیلو ولټه برېښنا دې د بامیانو له لارې ولېږدېږي.

افغان چارواکو پخوا تر دې ویلي چې د سالنګ له لارې د ترکمنستان د ۵۰۰ کیلوولټو د لېږد پرېکړه د روښنايي غورځنګ د استازو په ګډون یو معتبر کمېسیون کړې ده.

افغان چارواکي دا هم ویلي چې مظاهرې د خلکو قانوني حق دی خو په دې شرط چې د خلکو ورځنۍ چارې ستونزمنې نه‎کړي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG