د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۴

سرنوشت: د تاریکۍ غورځنګ د زغملو نه‌دی


د جنبش روشنایي نننۍ مظاهره، د دغې مظاهرې په اړه غبرګونونه او د داعش د له منځه وړلو غوښتنې د کابل چاپ د ورځپاڼو مهم مطالب او تبصرې دي.

ملي ارمان

ملي ارمان ورځپاڼې په یوه تحلیلي مطلب کې لیکلي چې تیاره فکره جنبش د سیاسي کودتا په فکر کې دی.

په مطلب کې راغلي، د روښنایي په نوم جنبش ظاهراً د وارداتي برېښنا د انحصارولو هڅه کوي، خو اصلي خبره داده چې د یوه ځانګړي هېواد له‎خوا یې ملاتړ کېږي او هڅه کوي چې د سیاسي کودتا د فکر له لارې خپلې ریښې پياوړې کړي.

د ملي ارمان په دې مطلب کې راغلي چې د جنبش روشنایي یو شمېر مشران د خبرو له لارې د خپلو ستونزو حل غواړي او د مطلب د لیکوال په باور، په داسې شرایطو کې چې په افغانستان کې جګړه ده، د حل ښه لاره هم خبرې دي.

د ورځپاڼې په باور، د روشنایي جنبش باید دا درک کړي چې په وارداتي برېښنا کې د ټولو ۳۴ ولایتونو مساوي حق دی.

سرنوشت

سرنوشت ورځپاڼې بیا په خپله سرمقاله کې لیکلي چې د تاریکۍ غورځنګ د زغملو نه‌دی.

په سرمقاله کې راغلي، د مظاهره کوونکو غوښتنه داده چې د ترکمنستان د پنځه سوه کیلو ولټه برېښنا مزي دې د سالنګ له لارې نه، بلکې د بامیانو له لارې نورو ولایتونو ته انتقال شي.

په سرمقاله کې راغلي، بامیانو ته د برېښنا د ورکولو چارې پيل شوي، خو معترض کسان غواړي خپل حرکت ته قومي بڼه ورکړي او وښيي چې دوی د ډېرو خلکو د راټولولو وړتیا لري.

د سرمقالې لیکوال ویلي، د جنبش روشنایي ډلې حرکت د ملي یووالي ضد حرکت دی او په داسې حال کې چې اکثرو ملاتړو یې پرېکون ورسره اعلان کړی، دولت‎یې باید مخه ونیسي.

کابل پوسټ

کابل پوسټ ورځپاڼې بیا په لومړي مخ کې د جنبش روشنایي د مسئولینو په حواله لیکلي چې سر له نننه خپل اعتراضونه او مدني حرکتونه پيلوي او تر هغو به دوام وکړي چې غوښتنې یې ومنل شي.

په مطلب کې د ولسمشر د ویاند په حواله لیکل شوي چې ویلې یې دي، د دغو مظاهرو تر شا د یو شمېر بهرنیو کړیو لاس دی او هدف‎یې پر حکومت فشار راوړل دي.

کابل پوسټ بیا په یوه جلا مطلب کې د داعش ګواښ ته هم یو مطلب ځانګړی کړی او لیکلي یې دي چې یو داعش هم باید له ننګرهاره ژوندی ونه وځي.

په مطلب کې راغلي، حکومت باید د داعش پر وړاندې مبارزه جدي کړي او دا ستراتېژي غوره کړي چې داعش باندې د تېښتې لارې بندې او له پښو یې وغورځوي.

ویسا

ویسا ورځپاڼې هم خپله سرمقاله د داعش ګواښ ته ځانګړې کړې او لیکلي یې دي چې د داعش د له منځه وړلو لپاره د ولسمشر ورکړل شوی مهلت پای ته ورسېد، خو داعش لا هم له منځه نه‎دی تللی.

په سرمقاله کې راغلي، داعش فعال دی او حکومت باید د دغې ډلې د له منځه وړلو لپاره تشې ژمنې نه، بلکې داسې عملي اقدامات وکړي چې ولس‎یې نتیجه وویني.

XS
SM
MD
LG