د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۳

په کابل کې د انتحاري حملو مسؤلیت داعش ډلې منلی


د عامې روغتیا وزارت وایي چې د روښنایي غورځنګ پر مظاهرو چاودنو ۶۱ کسان وژلي او له ۲۰۷ تنو ډېر کسان‎یې ټپيان کړي دي.

د روښنایي غورځنګ پر مظاهرې هغه مهال حمله وشوه چې مظاهره کوونکو د دهمزنګ په چوک کې خیمه ووهله او د مظاهرې د دوام خبرداری‎یې ورکړ.

د دغه وزارت د عامه اړیکو مسئول محمد اسماعیل کاووسي د شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل دغه چاودنه وروسته له هغې وشوه چې مظاهره چیانو د دهمزنګ په سیمه کې د تحصن خیمې درولې.

ښاغلي کاووسي دې ته په اشارې سره چې په دغې چاودنه کې ۶۱ کسان وژل شوي او له ۲۰۷ زیات ټپیان شوي دي ټینګار وکړ چې دغه ارقام لومړني دي او ممکن وروسته د وژل شویو او ټپيانو شمېر زیات شي.

کاووسي: په دغې چاودنه کې ۶۱ کسان وژل شوي او له ۲۰۷ زیات ټپیان شوي.
کاووسي: په دغې چاودنه کې ۶۱ کسان وژل شوي او له ۲۰۷ زیات ټپیان شوي.

دی وايي:

"د ۲۰۷ تنو په حدودو کې زموږ هېوادوال ټپیان شوي او ۶۱ نور وژل شوي دي."

د روښنايي غورځنګ د شنبې په ورځ په دوهم ځل په کابل کې مظاهره وکړه، مظاهره کوونکي د عدالت او متوازنې ودې شعارونه ورکول او له مرکزي ولایتونو یې د ترکمنستان د ۵۰۰ کیلو ولټه برېښنا د مزي د تېرېدو غوښتنه کوله.

د روښنايي غورځنګ مظاهره د شنبې په ورځ د کابل ښار له لوېدیځ څخه پیل او دهمزنګ په سیمه کې سره راټول شول او ټینګار یې وکړ چې د غوښتنو تر منل کېدو به خپلو مظاهرو ته دوام ورکړي.

عیني شاهدانو په سیمه کې د ازادي راډيو خبریال ته ویلي چې دوه چاودنې شوي او د درېیمې حملې مخه نیول شوې ده.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د کابل په مظاهره کې چاودنو باندې ژور خپګان څرګند کړی.

وړاندې په اعلامیه کې راغلي چې وسله‎والو مخالفینو له فرصت نه په ګټې د مظاهره چیانو په منځ کې چاودنې وکړې چې یو شمېر مظاهره چیان او امنیتي او دفاعي ځواکونو ته‎یې مرګ ژوبله واړوله.

د بخښنې نړیوال سازمان هم دا چاودنې غندلي او ویلي دي چې دا ډول حملې ښکاره کوي چې وسله‎وال هېڅ مدني حرکت ته احترام نه‎لري.

یوې امنیتي سرچینې د نوم نه ښودو په شرط ازادي راډيو ته ویلي چې دغه حملې د ابو علي په نوم د داعش د یوه مسئول له‎خوا رهبري کېدلې او درې واړه حملې د داعش وسله‎والو کړي دي.

تر اوسه امنیتي چارواکو د چاودنو د څرنګوالي په اړه څه نه‎دي ویلي خو په سیمه کې عیني شاهدان وايي چې حملې انتحاري وې.

د روښنايي غورځنګ د مظاهرې تنظیموونکي داوود ناجي له چاودنې وړاندې په سیمه کې خبریالانو ته وویل چې تر هغې چې غوښتنې ونه‎منل شي د دهمزنګ په سیمه کې به‎یې اعتراض دوام پيدا کړي.

ناجي: د دهمزنګ په څلور لاري کې تر هغو پاتېږو چې د جنبش روشنایې غوښتنې ومنل شي.
ناجي: د دهمزنګ په څلور لاري کې تر هغو پاتېږو چې د جنبش روشنایې غوښتنې ومنل شي.

ښاغلی ناجي وايي:

"زموږ اراده او پرېکړه دا ده چې موږ د دهمزنګ په څلور لاري کې تر هغو پاتېږو چې د جنبش روشنایې غوښتنې ومنل شي او یا داسې یو توافق وشي چې د خلکو لپاره د منلو وړ وي."

روښنايي غورځنګ د ثور په ۲۷مه هم ورته مظاهره کړې وه چې حکومت وروسته د مرکزي افغانستان لپاره ۲۲۰ کیلو ولټه برېښنا د لېږد پروژه منظور کړه.

په ورته وخت کې داعش ډلې د دغه برید مسؤلیت منلی دی.

راپور: رحمت‎الله افغان

XS
SM
MD
LG