د افغانستان د سولې عالي شورا وايي د سولې د خبرو د لا منسجم کېدو لپاره یې پنځه کلنه ستراتیژي جوړه کړې.
د دغې شورا مرستیال وايي چې د سولې شورا به له کوچني اختر وروسته خپلې چارې له همدغه ستراتیژۍ سره همغږې کړي.
د افغان سولې په بهیر کې د اسلامي هېوادونو ښکېلتیا، په نړیواله کچه د سولې په بهیر کې د همغږۍ رامنځته کول او له مخورو کسانو په استفادې د سولې خبرو ته د وسله والو مخالفینو هڅول د سولې عالي شورا د نوې پنځه کلنې ستراتیژۍ مهم ټکي دي.
د دغې شورا مرستیال مولوي عبدالخبیر اوچقون د جمعې په ورځ له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې د شورا په نوې ستراتیژۍ کې له اسلامي هېوادونو سره په همږۍ له هغو وسله والو مخالفینو سره پر خبرو تاکید شوي چې د بېلابېلو د لایلو له کبله له حکومت څخه نا راضه شوي دي.
ښاغلی اوچقون وايي یاده نوي ستراتیژي به تر ډېره د افغانستان د سولې په بهیر کې د شورا، حکومت او نړیوالې ټولنې مسولیتونه واضح کړي.
اوچقون: یاده نوي ستراتیژي به تر ډېره د سولې په بهیر کې د شورا، حکومت او نړیوالې ټولنې مسولیتونه واضح کړي
هغه زیاته کړه:
"زه فکر کوم که چیرته دا طرزالعمل په پوره توګه عملي شي او افغان حکومت، نړیواله ټولنه او نور بنسټونه د سولې له عالي شورا سره همکاري وکړي او دا ستراتیژي عملي شي زه فکر کوم د دې امید ډېر دی چې په افغانستان او منطقه کې دایمي سولې او ثبات ته لاره هواره شي."
ښاغلي اوچقون د زیاتو جزییاتو له ورکولو پرته وویل چې د سولې عالي شورا دغه ستراتیژۍ له نړیوالې ټولنې سره په هغږۍ ترتیب شوې ده.
د سولې عالي شورا په داسې حال کې د خپلو کارونو د لا منسجم کېدو لپاره د نوي ستراتیژۍ د جوړېدو خبره کوي چې څه موده وړاندې د مجتمع صلاح په نامه یو غېر دولتي بنسټ د خپلې څېړنې له مخې د سولې د خبرو لپاره د یوې جامع طرحې جوړول، د پروسې شفافیت، د اصلاحاتو د بهیر وړاندې کول، د سولې په پروسه کې د مدني ټولنې، ملي شخصیتونو، ښځو او ځوانانو شریکول د سولې د ټینګښت لپاره مهم بللی و.
په ورته وخت کې د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان د سولې د عالي شورا له لورې د نوې ستراتیژۍ جوړول پرځای ګام بولي خوعملي کېدل یې ستونزمن بولي.
سیاسي کارپوه محمد بشیر هاتف وايي نا امني په افغانستان کې ګڼې پېچلې رېښې لري او د سولې عالي شورا باید له هرڅه وړاندې له حکومت او نړۍ سره په همغږۍ د دغه خطرناکه رېښو د وچولو لپاره عامه پوهای وکړي.
هاتف: بې له شکه چې د سولې لپاره یویې رغنده ستراتیژۍ ته اړتیا وه
نوموړی زیاتوي:
"بې له شکه چې د سولې لپاره یویې رغنده ستراتیژۍ ته اړتیا وه دا باید مخکې جوړه شوې وای خو تر ټولو مهمه خبره داده چې د ستراتیژۍ په جوړولو کې باید د مسلې اصلي ریښیې وڅیړل شي، اصلي مسله دا ده چې هلته منفي دیني او استخباراتي تبلیغات روان دي د مدرسو لخوا او د استخباراتي سازمانونو لخوا د دې تبلیغاتو د مخنیوي لپاره او همدغه راز د دوي د مالي سرچینو د وچولو لپاره باید ضروري تدابیر ونیول شي."
ښاغلی هاتف وايي که څه هم د سولې د عالي شورا له جوړېدو کلونه کېږي خو تر اوسه دغه شورا د یوې جامع ستراتیژي له لرلو بې برخې وه.
نوموړی وايي ترهغې چې په افغانستان کې د نا امنۍ اصلي عوامل لمنځه لاړ نه شي د سولې د خبرو د منسجم کېدو لپاره به هر ډول جوړیدونکي ستراتیژي بې ګټې وي.
راپور: محمد حدیث پردېس