د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۵ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۴

والیان: وسله وال دې له روانو جګړو لاس واخلي


د خوست، پکتیا، پکتیکا او لوګر د ولایتونو والیانو د کوچني اختر په ویاړ ازادي راډيو ته په استول شویو غږیږو پیغامونو کې د افغان حکومت له وسله والو مخالفینو غوښتي چې له جګړو لاس واخلي او د سولې له بهیر سره یو ځای شي.

په پیغامونو کې راغلي چې د افغانانو د ژوند څو لسیزې په جګړو کې تېرې شوي او مالومه شوې چې جګړه د افغانستان د روانې کشالې حل لاره نه ده، بلکې دې جګړو افغانانو ته یوازې وژنې او ورانۍ په میراث پرې ایښي دي.

د خوست والي حکم خان حبیبي په خپل اختریز پیغام کې له وسله والو مخالفینو غواړي چې د افغان حکومت د سولې بلنه ومني او روانې کشالې په سوله ییزه توګه د خبرو له لارې هوارې کړي.

د خوست والي حکم خان حبیبي
د خوست والي حکم خان حبیبي

حکم خان حبیبي زیاتوي:

"زه یو ځلې بیا د دغه فیض او برکت نه د ډکې ورځې په مناسبت په ټولو مخالفینو باندې غږ کوم چې خپلې وسلې پریږدي او د خپل هېواد د جوړولو لپاره د سولې دعوت او پیغام ومني او خپلو هېوادوالو سره د سولې په ټغر کیني."

د پکتیا والي نصرت الله ارسلا په خپل پیغام کې له وسله والو د ابادۍ او پرمختګ د مفکورې د خپلولو او له شتمنو خلکو بې وزلو سره د مرستو غوښتنه کوي.

د پکتیا والي نصرت الله خان ارسلايي
د پکتیا والي نصرت الله خان ارسلايي

نصرت الله ارسلا وايي:

"زه په وسله والو مخالفینو باندې غږ کوم چې د دې بختورو ورځو په احترام دې نور دې له جګړو افغان وژنې او مسلمان وژنې لاس واخلي، د وژنې او بربادۍ پر ځای دې د ابادۍ او پرمختګ مفکوره خپله کړي، همدا راز مې د یو مسلمان او یو افغان په توګه سوداګرو ته پیغام دادی چې د اجر او ثواب په نیت دې په دې کمکي اختر کې د بې وزلو کورنیو، کونډو او یتیمانو لاسنیوی وکړي."

د پکتیکا والي محمدالیاس وحدت په خپل پیغام کې وايي چې وسله وال دې خپلو کورنو ته په راستنیدو سره ابرومندانه ژوند پیل کړي او نور افغانان دې هم ابرومندانه ژوندانه ته پریږدي.

ښاغلی وحدت وايي وسله وال د جګړو په دوام سره ځان او خپلو کورنیو ته ښه راتلونکی نشي موندلای.

د پکتیکا والي محمدالیاس وحدت
د پکتیکا والي محمدالیاس وحدت

پکتیکا والي وړاندې وايي:

"د دولت په وسلوالو مخالفینو باندې غږ کوم چې د افغانستان مساله پیچلی مساله ده، د جنګ له لارې نه حلیږي، په جنګونو کې زموږ لسیزې تېرې شوې دي، د دې مسالې یوازینۍ حل لاره په ورورولۍ کې ده، په اخوت کې ده او په سوله کې ده، زه پر دوی غږ کوم چې همدې منطق او معقولیت ته غاړه کېږدي پدې وطن کې ابرومندانه ژوند وکړي او ولسونه هم ابرومندانه ژوند ته پریږدي، کچیرې دوی بیا هم خپلو فعالیتونو ته په همدې توګه ادامه ورکوي نو دوی به هم داسې اینده ونلري، چې له هغې راتلونکې دوی یا یا د دوی کورنۍ خوند واخلي."

د پکتیکا والي له ځايي خلکو غوښتي چې د یو ښه راتلونکي لپاره له نظامه ملاتړ وکړي او په خپلو سیمو کې د ټولګټو پروژو، د دولتي تاسیساتو، سړکونه او نورو عامه ځایونو څخه په دفاع کې افغان امنیتي ځواکونو سره خپله همکاري ډېره کړي.

بل لوري ته د لوګر والي حلیم فدايي هم په خپل اختریز پیغام کې جګړه د وحشت ځانګړتیا او مینه د مدنیت نښه یاده کړې ده.

ده ټولو افغانانو غوښتي چې په خپل فردي، ټولنیز او سیاسي ژوندانه کې سوله او مینه د ژوند اصل وګرځوي.

د لوګر والي محمد حلیم فدايي
د لوګر والي محمد حلیم فدايي

حلیم فدايي زیاتوي:

"وینه په وینه نه، بلکې په مینه حلیږي، ځکه وینه د وحشت ځانګړتیا ده او مینه د مدنیت، نو موږ باید د افغانانو په توګه مینه د خپل فردي، سیاسي، ټولنیز او حتی د پوځي ژوند اصل وګرځوو، راځئ تېر په هېر کړو او د اختر څخه په الهام د ټوپک پر ځای قلم، د وینې پر ځای مینه او د بمونو پر ځای ګلونه خپله تګلاره کړو."

د افغانستان د څلورو سویل ختیځو ولایتونو والیان داسې مهال د کوچني اختر په مناسبت په خپلو پیغامونو کې وسله والو ته د سولې بلنه ورکوي چې له څو میاشتو راهیسې د ګلبدین حکمتیار په مشری د حزب اسلامي سره د افغان حکومت د اوږدو مذاکراتو پایله لا نده مالومه شوې.

وسله والو طالبانو په پرلپسې توګه د بهرنیو ځواکونو تر شتونه له افغان حکومت سره له مخامخ خبرو اترو انکار کړی دی، خو افغان حکومت د دې هېواد د ثبات او پرمختګ لپاره د نړیوالې ټولنې ملګرتیا او همکاري مهمه ګڼي.

XS
SM
MD
LG