د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۰ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۰۸:۲۳

د سولې په بهیر کې د نورو هېوادونو ښکېلتیا ځینو نورو ته خبرداری


د افغانستان د سولې عالي شورا وایي، د افغانستان د سولې په بهیر کې د سیمې د یو شمېر نورو هېوادونو ښکیلتیا هغو هېوادونو ته خبرداری دی چې د دغه بهیر د بریا مخالفت کوي.

د سولې د عالي شورا ویاند سیدامین الدین مظفري دا د هغو هېوادونو لپاره خبرداری بولي چې د سولې له بهیر سره همکاري نه کوي:

"کومه خبره چې د امریکا خاص استازي کړې ده، دا یو ګواښ ده هغه ملکونو ته چې غواړي له دغې پروسې سره مخالفت وکړي او یا یې ناکامۍ سره مخامخ کړي."

ښاغلی مظفري وایي، په افغانستان کې سوله او جګړه دواړه د سیمې او نړۍ لپاره برخلیک ټاکونکي مسایل دي.

د سولې عالي شورا دغه خبرې په داسې حال کې کوي چې ځیني امریکايي چارواکو ویلي چې هند او افغانستان به د سولې بهیر په راتلونکي پېر کې ورګډ شي.

اولسن وایي، ایران او هند د افغانستان له راتلونکې څخه د خطر احساس کوي
اولسن وایي، ایران او هند د افغانستان له راتلونکې څخه د خطر احساس کوي

د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ریچارډ اولسن وایي، ایران او هند د افغانستان له راتلونکې څخه د خطر احساس کوي او د سولې په بهیر کې به شامل شي.

ښاغلي اولسن دا خبره په واشنګتڼ کې په وروستیو کې کړې ده.

په ورته وخت کې جمهوري ریاست هم د سولې په بهیر کې د هر هېواد د صادقانه همکارۍ هرکلی کوي.

مینه پال:جمهوري ریاست هم د سولې په بهیر کې د هر هېواد د صادقانه همکارۍ هرکلی کوي
مینه پال:جمهوري ریاست هم د سولې په بهیر کې د هر هېواد د صادقانه همکارۍ هرکلی کوي

د ولسمشر مرستیال ویاند دوا خان مینه پال د پنجشنبې په ورځ خبریالانو ته په دې اړه وویل:

"موږ ټولو هغو هېوادونو ته ښه راغلاست وایو چې د افغانستان د سولې د لپاره صادقانه اقدامات کوي او موږ یې ننګه او استقبال کوو."

له وسله والو طالبانو سره د سولې په اړه تر دې دمه د افغانستان، پاکستان، چین او امریکا په ګډون پنځه څلور اړخېزې غونډې جوړې شوي خو دغو ناستو کومه نتیجه نه درلوده.

کابل اسلام اباد ملامتوي چې په دغو غونډو کې یې په خپلو ژمنو عمل نه دی کړی نو ځکه دغه بهیر نتیجه نه ده ورکړې.

خو د امریکا ځانګړي استازي ریچارډ اولسن بیا د افغانستان د سولې په بهیر کې د پاکستان پر رول تاکید کړی او له دې مخکې یې ویلي چې ښایې د څلور اړخېزو غونډو شپږمه ناسته هم په کابل او یا اسلام آباد کې وشي.

اولسن:ښایې د څلور اړخېزو غونډو شپږمه ناسته هم په کابل او یا اسلام آباد کې وشي.
اولسن:ښایې د څلور اړخېزو غونډو شپږمه ناسته هم په کابل او یا اسلام آباد کې وشي.

له دې مخکې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د سولې څلور اړخېزې خبرې ناکامه بللې وې او د خپل لوري یې په دغه بهیر کې همکارۍ ته چمتووالی ښودلی و.

د چارو کارپوه داود مایار په سیمه کې د هند او ایران نفوذ ته په اشارې وایي، که دا دوه هېوادونه هم د سولې په بهیر کې ور ګډ شي نو دا به یو ګټور اقدام وي.

ښاغلي مایار زیاته کړه:

"د سولې په پروسه کې هېوادونو زیاتیدل، خاصتاً د ایران او هند اضافه کیدل دا بهیر تقویه کوي."

ښاغلی مایار په ورته وخت کې وایي چې د سولې په پروسې کې د بېلابېلو فکرونو زیاتوالی ښایې دا بهیر ځنډنی کړي.

خو نوموړی په ټوله کې د افغان سولې په بهیر کې د زیاتو هېوادونو ښکیلتیا مثبت اقدام بولي.

راپور: محمد قسیم سوله مل

XS
SM
MD
LG