د کونړ اوسېدونکي په جنګ کې له ښکېلو خواو داختر په شپو ورځو کې دجګړو نه کولو غوښتنه کوي.
دوی وايي تېر نږدې څلويښت اخترونه يي په ویرونو او غمونو کې تېر کړي،نور له جنګونو ،وژنو او ویرونو ستړي شوي سوله او ورور ولي غواړي.
د کونړ اوسیدونکي وایي الله پاک اخترونه د مسلمانانو د خوښۍ لپاره پیدا کړي او په دې کې مسلمانان یو بل ته په زړونو کې کینې او بدبینۍ له منځه وړي، یوبل ته په اخلاص بخښنه کوي، د مینې او محبت نه ډکې غیږې ورکوي، نو په جنګ کې ښکیلو خواوته هم پکار دي چې له جنګ او ورور وژنې لاس واخلي:
"زما نوم محمود دی او د اسعداباد اوسیدونکی یم : زه په جنګ کې له دواړو خواو غواړم چې داختر په مبارکو ورځو شپو کې جنګ بند کړي، جنګ نه غواړو."
"زما نوم عبدالله عادل دی: د ټولو هغو وروڼو نه چې د پردیو په لمسه او شیطانۍ باندې یو بل وژنې، که هغه بره خوا ده او که کوزه خوا ده ټول سره وروڼه دي او مسلمانان دي، له دواړو خواو نه مې غوښتنه داده چې داختر په خاطر باندې جنګ ته دپاي ټکی کیږدي."
دوی وايي تېر نږدې څلور لسیزې يي په جنګونو، وژنو، ویرونو او غمونو کې تېرې کړی، هره ورځ د جنګ په دواړو خواو کې مسلمانان او افغانان وژل کېږي، په یادو کورونو کې افغاني او مسلماني خویندې ،ورونه، میندي او پلرونه دغم په ټغر کېنې د خوښیو شپې ورځې يي په غم بدلېږي، ډیرې کورنۍ بې سرپرسته پاتي کېږي:
"که اخوا وژل کېږي، هغه هم افغان او مسلمان دی، هغې خواته هم چې ښځې کونډې کېږي، ماشومان یتیمان کېږي او میندې بوریږي ټول افغانان او مسلمانان دي، دلته که پولیس،اردو او عام خلک وژل کیږي دوي هم مسلمانان او افغانان درد او غم یي یو دی نو پکار ده چې له جنګ لاس واخلي."
د کونړ مرستیال والي قاضي محمد نبي احمدي وایي اخترونه لوی څښتن د مسلمانانو د خوښیو لپاره پیدا کړې نو مسلمانانو ته هم پکار دي چې داختر په شپو ورځو کې خوښې وکړې،له ورور وژنو او نورو ناخوالو ځانونه وساتي:
"له وسله والو مخالفینو مې غوښتنه داده چې ددغو ورځو قدر وکړې ،دا په حقیقت کې شعایر اسلام دي او دشعایر اسلام احترام په هرچا لازم او ضروري دی چې هغه درناوی وکړي او خپلو ولسونو سرته دزیان رسولو هڅه ونکړی، باید کوښښ وکړي د خلکو د امنیت په ساتنه کې خپله ایمانې دنده ترسره کړي."
هر اختر ،روژه او د نوي کال په پیل کې افغانان په جنګ کې له ښکیلو خواو دجنګ بندۍ غوښتنه کوي خو هیڅکله داسې ونشو چې ددې ولس غږ څوک واوري او له جنګونو لاس واخلي.
راپور: روح الله انوري