د جګړو له امله یو شمېر بې ځایه شوي کورنۍ وایي، دوی لا هم د افغان حکومت او نړیوالو مرستو ته سخته اړتیا لري.
دا غوښتنه په داسې حال کې مطرح کیږي چې د عفوې نړیوال سازمان په افغانستان کې د جګړې له امله د کورني بې ځایه شوېو د شمېر په زیاتېدو اندیښنه څرګنده کړې ده.
د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وایي، دوی یوازې د کډوالو او راستنېدونکو لپاره د مرستو د همغږۍ دنده لري او نړیوالو هم له بې ځایه شوېو سره په وروستیو کې خپلې مرستې راکمي کړي دي.
یو شمېر هغه کورنۍ چې د افغانستان له بېلابېلو سیمو د ناامنیو له وجې بې ځایه شوي وایي چې افغان دولت او نړیوالې مرستندویه موسسې د دوی د ژوند ښه والي ته پام نه کوي.
په کابل کې د قمبر څلور لاره هغه سیمه ده چې د هلمند له جګړو تښتیدلي سلګونه کسان په کې په ناوړه وضعیت کې اوسیږي.
کشمشه چې د یوې کورنۍ مور ده د سې شنبې په ورځ یې د خپلو اړتیاو او غوښتنو په اړه ازادي راډيو ته وویل:
"زموږ د سرپنا غم دې وخوري موږ د جګړو څخه را تښتیدلي یو. سر اور دی را باندې. موږ پر کمه ولاړ شو. اول د خدای او بیا ستاسو په امید راغلي یو."
د عجب ګل په نوم د همدې کورنیو یو ماشوم هم وایي، کله چې ویني نور ماشومان ښوونځي ته ځي نو ډېر د کمښت احساس کوي.
دی وايي:
"د قمبر چاراهي کې اوسیږو د هلمند له جنګونو نه راغلي یو. غواړو موږ ته ځمکې او ښوونځي راکړئ."
د عفوې نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې په افغانستان کې د تېرو درېیو کلونو په مقایسه د کورنیو بې ځایه شوېو شمېرله پنځه لکه څخه یو اعشاره دوه میلیونه ته لوړ شوی دی.
د دغه سازمان د معلوماتو له مخې د بې ځایه شوېو د شمېرد زیاتېدو اصلي لامل د جګړو زیاتېدل دي.
Your browser doesn’t support HTML5
د دغه سازمان د جنوبي اسیا د برخې مسوولې چمپا پاټیل د سې شنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل چې د دې ترڅنګ د افغانستان حکومت او نړیواله ټولنه نه ده توانیدلې چې د بې ځایه شوېو لپاره ملي پالیسي چې په ۲۰۱۴ میلادي کال کې جوړه شوې وه، عملي کړي.
اغلې پاټیل زیاته کړه:
"لومړی برخه د پوهاوي نشتون دی. خلک باید د دې پالیسۍ په اړه پوه شي تر څو مخته لاړ شي. دوهم په تخنیکي برخو کې د خلاو موجودیت دی. په دې معنی که پيسې موجودې وي بیا هم باید پوه شو چې څرنګه یې په مرسته پروګرام ته وده ورکړو او دا پيسې ولګوو. وروستۍ برخه د نړیوالو ښکیلتیا ده."
هلمند، ننګرهار، کندز او بغلان هغه ولایتونه دي چې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د معلوماتو له مخې زیات شمېرکسان ورڅخه بې ځایه شوي دي.
د دغه وزارت مطبوعاتي سلاکار حفیظ احمد میاخیل وایي، د بودجې او ظرفیتونو د نشتوالي له وجې یې ونه شو کړای د کورنیو بې ځایه شوېو کسانو په اړه ملي پالیسي په سمه توګه تطبیق کړي خو په ورته وخت کې په دې برخه کې د نړیوالو مسوولیتونو ته اشاره کوي.
ښاغلي میاخېل زیاته کړه:
"د دغې پالیسې تطبیق د کډوالو او راستنیدونکو وزارت پورې یوازې نه مربوط کیږي. ملي او نړیوالې ادارې ځانته مسوولیتونه لري.ان ځیني ادارې او وزارتونه نه پوهیږي چې موږ د کډوالو په برخه کې څه مسوولیتونه لرو. نو دوی هم خپلې مسوولیتونه په سمه نه دي تر سره کړي."
د عفوې نړیوال سازمان له افغان حکومت او نړیوالې ټولنې غواړي چې د بې ځایه شوېو لپاره د ملي پالیسې عملي کېدو ته لومړیتوب او بودجه ورته ځانګړې کړي.
دغه سازمان خبرداری ورکوي چې دا کار باید ژر تر ژره وشي که نه نو افغانستان به د بې ځایه شوېو کسانو له اړخه له یوه ناورین سره مخامخ شي.
راپور: محمد قسیم سوله مل