د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۹

م.م:جګړو په ۲۰۱۶کې ډیری خلک له کندز او بغلانه بې ځایه کړي


ملګرې ملتونه وايي، د ۲۰۱۶میلادي کال د پېل راهیسې، د جګړو له کبله هره ورځ د زرو په شاوخوا کې افغانان له خپلو کورونو تېښتې ته اړ شوي دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د اضطراري بشري مرستو د تنظیم ادارې په خپل یو وروستي راپور کې د کورنیو بې ځایه شوېو کډوالو په شمېر کې دا زیاتوالی د اندېښنې وړ بللی او وايي، مرستندوېه ادارې نه دي توانیدلي چې یو شمېر دې بې ځایه شوېو کډوالو ته لومړنۍ مرستې ورسوي.

په کابل کې د ملګرو ملتونو د بېړنیو مرستو د تنظیم د ادارې "OCHA"د عامه اړیکو مسولې ستاسې وینسټون "Stacey Winston" ازادي راډیو ته وویل، دا ډېره د اندېښنې وړ ده چې سږ کال موږ د کال په لومړېو څلورو میاشتو کې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د ۱۱۸ زره کورنیو بې ځایه شوېو کډوالو سره مخ یوو.

بې ځایه شوي کډوال

کندوز او بغلان هغه دوه ولایتونه دي چې د مېرمن وینسټون په وینا د کورنیو بې ځایه شوېو کډوالو شمېر په کې تر بل هر ځای زیات دی:

"د۲۰۱۶میلادي کال په لومړېو څلورو میاشتو کې موږ تر ټولو زیات کورني بې ځایه شوي کډوال په بغلان ولایت کې ثبت کړي چې شمېر یې له دیرش زرو څخه زیات دی. همدرانګه ورپسې کندوز ولایت دي چې په همدې موده کې په کې تر پنځلس زرو زیات خلک د خپلو کورونو پرېښوده ته اړ شوي دي."

ستاسي وینسټون "Stacey Winston" همدارنګه په ارزګان ولایت کې په تېرو څلورو میاشتو کې د دیارلس زره کسانو د بې ځایه کېدو او په هلمند کې د څه کم نهه زره کسانو یادونه وکړه چې د جګړو له کبله د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.

نوموړې دا شمېر د اندېښنې وړ وباله او ویې ویل، تر ډېره پورې په افغانستان کې وروستۍ جګړې د دې سبب شوي چې یو شمېر افغانان خپل کورونه پریږدي او په ډېرو کمو مواردو کې د طبیعي پېښو له کبله خلک له خپلو سیمو وتلي دي.

ملګرې ملتونه په افغانستان کې د کورنیو بې ځایه شوېو کډوالو د شمېر د زیاتېدو په اړه په داسې حال کې اندېښنه څرګندوي چې د اپرېل د میاشتې له نیمايي څخه طالبانو پسرلني بریدونه پیل کړي او په وړاندې یې افغان حکومت هم په بېلابېلو ولایتونو کې پراخ عملیات پیل کړي.

په افغانستان کې وروستۍ جګړې د دې سبب شوي چې یو شمېر افغانان خپل کورونه پریږدي
په افغانستان کې وروستۍ جګړې د دې سبب شوي چې یو شمېر افغانان خپل کورونه پریږدي

د کورنیو بې ځایه شوېو کډوالو په اړه د ملګرو ملتونو وروستي راپور څرګندوي چې د افغانستان له ۳۴ ولایتونو څخه په ۲۴ ولایتونو کې هغه کسان ثبت شوي چې په زور د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.

د دې بې ځایه شوېو کډوالو څلورمه برخه په داسې سیمو کې دي چیرې چې د مرستندویه ادارو لاس رسی ستونزمن دی.

په کابل کې د ملګرو ملتونو د بېړنیو مرستو د تنظیم د ادارې"OCHA" د عامه اړیکو مسولې ستاسې وینسټون"Stacey Winston" په بېلابېلو سیمو کې بې ځایه شوېوکډوالو ته د مرستو رسولو په اړه وویل:

"موږ په ګڼ شمېرکې د روانې جګړې او ناامنیو له کبله د خلکو له بې ځایه کېدو سره مخ یوو. د بشري مرستو ادارې هڅه کوي هر څومره زر چې کولای شي، دې بې ځایه شوېو کورنیو ته په مؤثره توګه مرستې ورسوي. په ځانګړي توګه لومړنۍ طبي مرستې، خواړه، سرپناه، اوبه او له کورنیو سره د بې ځایه شویو ماشومانو لپاره د زده کړو اسانتیاوې. مرستندویه ادارې هڅه کوي هر څومره چې ممکنه وي دې بې ځایه شویو کورنیو ته مصونیت برابر کړي."

د ملګرو ملتونو د ایرین "IRIN" خبري اژانس په کابل کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د ادارو په حواله وايي، دوی له یوې خوا هڅه کوي چې لېرې پرتو سیمو ته مرستې ورسوي خو له بلې خوا هغو خلکو ته د مرستو رسولو هڅه هم کوي چې د جګړو په منځ کې ښکیل دي.

د ارزګان د دیهراوت ولسوالۍ لس زره او پنځه سوه کسان له خپلو کورونو کډه کېدو ته اړ شوي.
د ارزګان د دیهراوت ولسوالۍ لس زره او پنځه سوه کسان له خپلو کورونو کډه کېدو ته اړ شوي.

دا خبري اژانس د بیلګې په توګه په د ارزګان د دیهراوت ولسوالۍ یادونه کوي او وايي، مرستندویه ادارې پوهیږي چې دغلته لس زره او پنځه سوه کسان له خپلو کورونو کډه کېدو ته اړ شوي خو دا چې د جګړو له کبله دغلته ورغلې لارې تړلي نو مرستندویه ادارې نه شي ور رسیدلی او بې ځایه شوي کورنۍ په کې د څو اونیو راهیسې پرته له لومړنیو مرستو وخت تېروي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بیړنیو مرستو د تنظیم ادارې په خپل راپور کې دا هم ویلي چې بشري ادارې په دې هم نه دي توانیدلي چې د کندز له ښاره د باندې دغلته په ولسوالیو کې بې ځایه شوېو خلکو ته لومړنۍ مرستې ورسوي.

د افغانستان په ګڼو نورو سیمو کې هم داسې بې ځایه شوي کورنۍ شته چې تر اوسه نه حکومتي او نه هم غیرې حکومتي ادارو د مرستې ورسولي دي.

XS
SM
MD
LG