د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۳۹

افغانستان ته د بېرته ستنېدونکو کډوالو شمېر خورا کم شوې


ملګري ملتونه وایي، نړیوالو اروپا ته د ورغلو یا ورتلونکو افغان پناه غوښتونکو او کډوالو مسالې ته ډیر پام اړولی خو په افغانستان کې دننه د جګړو له امله د بې ځایه شوېو او په ګاونډیو هېوادنو کې د میشتو افغان کډوالود ستونزو د هواري لپاره باید هڅې زیاتې شي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ وایي، سږ کال هېواد ته په خپله خوښه د ستنیدونکو افغان کډوالو شمېر ډیر کم شوی حال دا چې په هېواد کې دننه د بې ځایه شوېو کسانو شمېر زیات شوی دی.

ملګري ملتونه وایي، په داسې حال کې چې په افغانستان کې دننه د جګړو او اقتصادي ناوړه وضعیت له امله سلګونه زره افغانان له خپلو سیمو بې ځایه شوي، دې هېواد ته د افغان کډوالو د ستنېدو بهیر هم بې ساري اندازې ته کم شوی دی.

د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمیشنرۍ د عملیاتو د برخې مسول جیورج اوکات اوبو George Okoth-Obbo له کابله د کتنې په ترڅ کې پرون په یوه خبري کنفرانس کې وویل، هغسې چې دوی انتظار کاوه خپل هېواد ته د افغانانانو ستنېدل ډیر کم شوي دي.

د ملګرو ملتونو د خپلۍ خوښې ستنېدو د پروګرام په ترڅ کې چې له ۲۰۰۱ کال راهیسې پیل شوی، د ۲۰۱۴ کال په پرتله سږ کال تر اوسه ۲۲۰۰ کډوال بیرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

UNHCR وایي، تر اوسه شاوخوا ۲،۴ میلیونه افغانان په بهرنیو هېوادونو کې د کډوالو په توګه اوسي.

UNHCR وایي، تر اوسه شاوخوا ۲،۴ میلیونه افغانان په بهرنیو هېوادونو کې د کډوالو په توګه اوسي.
UNHCR وایي، تر اوسه شاوخوا ۲،۴ میلیونه افغانان په بهرنیو هېوادونو کې د کډوالو په توګه اوسي.

ښاغلي اوبو دغه راز وویل چې د کډوالو د ادارې د احصایي له مخې تېر۲۰۱۵ میلادي کال له دوه لکه زیات افغانان اروپا ته تللي او یو زیات شمېر نورو هم د خوندیتوب لپاره پاکستان یا ایران ته کډې کړي یا یې هم په افغانستان کې دننه امن ځایونو کې اړولي دي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې د ملګروملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ د عملیاتو د برخې مسول یادونه وکړه چې د افغان کډوالو ستونزې یوازې پر اروپا اغیز نه دی کړی بلکه په هېواد کې دننه د بې ځایه شوېو ستونزه یې نوره هم پراخه کړې ده.

د هغه په وینا په داسې حال کې چې د افغانستان د خاورې دننه د بې ځایه شوېو کسانو چې په زوره خپلو مینو پریښودو ته اړ شوي، شمېر یې له یو میلیون اوړي، سږ ۲۰۱۶ کال په دغه شمېر اتیا زره نور کسان ور زیات شوي دي.

د ملګرو ملتونو چارواکو په نړیوالو ټولنې غږ وکړ چې د افغانستان له حکومت سره د کډوالو او نورو بې ځایه شوېو د بیرته ځای پرځای کولو له هڅو سره همکاري وکړي.

د رویټرز د راپور له مخې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د کډوالو د دفتر یوې لوړ پوړې چارواکې مایا امیراتونګه وویل، په داسې حال کې چې نړېوالو اروپا ته د ورغلو افغانانو مسالې ډیر پام اړولی، خو مهمه مساله چې باید هیره نه شي، دا ده چې په هېواد کې دننه بې ځایه شوي او ګاونډیو هېوادونو ته کډه شوي ډیر شمېر کسان چې تر ټولو زیات زیانمن دي، سمدستي عاجلو مرستو ته اړتیا لري.

XS
SM
MD
LG