د سوداګرو د خوندیتوب نشتوالی د پانګې د تېښتې لامل ګرځېدلی

د افغانستان سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي، د ملي یوالي حکومت د کار له پیله یې تر اوسه د افغان سوداګرو د اختطاف او قتل ۱۴۰ قضیې ثبت کړي دي.

د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسؤلین په هېواد کې د پانګوالو د نه مصونیت په اړه اندېښنه لري.

د دغه خونې د بهرنیو اړیکو مسؤل ازرخش حافظي د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل که حکومت د پانګه والو امنیت ته پام ونه کړي د هېواد اقتصاد ته به جدي زیان ورسېږي.

نوموړی وايي، د ملي یوالي حکومت د کار له پېله یې تر دې دمه د افغان سوداګرو د قتل او اختطاف ۱۴۰ قضیې ثبت کړي دي.

هغه زیاته کړه:

"په بلخ کې د وژل شوي تاجر له قضې پرته د ملي یوالي حکومت د کار له پیله تر دې دمه موږ ۱۳۰ د قتل او اختطاف قضیې ثبت کړي دي او زموږ غوښتنه له دولت څخه دا ده چې دا لومړی قضیه نه ده په لسګونو داسې قضیې شوي دي، دې وضعیت موږ اندېښمن کړي یو او دا به له هېواد د پانګونې د تېښتې لامل شي."

ښاغلی حافظي وايي، په تېرو ۱۵ کالونو کې په افغانستان کې زر تنه پانګه وال اختطاف شوي او ځينې یې وژل شوي هم دي.

دا اندېښنې په داسې حال کې مطرح کېږي چې د یکشنبې په ورځ په بلخ کې یو سوداګر د نا معلومو وسله والو لخوا ووژل شو.

د بلخ ولایت د حوزوي روغتون سرطبیب ازادي راډیو ته وویل چې وژل شوی سوداګر صدیق الله نومېده او له هالنډه د پانګونې لپاره بلخ ته راغلی و.

د اختطافونو زیاتېدل، باج اخېستنه او د سوداګرو وژنه کومه نوې مسله نه ده بلکې تل په دې اړه د افغان سوداګرو له لورې اندېښنې مطرح شوې دي.

د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسؤلین وايي، حکومت مکلف دی چې د هغې ګټې په مقابل کې چې له سوداګرو یې لاسته راوړي د دوی د ځان او مال ساتنه وکړي.

دا په داسې حال کې چې جمهور رئیس محمد اشرف غني د خپل کار په لومړیو ورځو کې ویلي و چې خصوصي سکټور باید د امنیت د ټینګښت لپاره محافظین ونه ګوماري بلکې د سوداګرو او پانګه والو د امنیت خوندیتوب د پولیسو دنده ده.

له بلې خوا د کورنیو چارو وزارت هم ډاډ ورکوي چې له ټولو امکاناتو په استفادې به د پانګوالو امنیت خوندي کړي.

د دغه وزارت ویاند صدیق صدیقي په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

له ټولو امکاناتو په استفادې به د پانګوالو امنیت خوندي کړو

"د کورنیو چاور وزارت غواړي دا ډاډ ټولو پانګه والو او سوداګرو ته ورکړي چې د کورنیو چارو وزارت به له ټولو امکاناتو په استفادې د دا ډول پېښو مخنیوی وکړي او په ورته وخت کې موږ هیله لرو چې سوداګر هم کله چې له ستونزې سره مخ کېږي معلومات دې له پولیسو سره شریک کړي څو موږ په ګډه د اخطاف چیانو او جنایت کارانو مخه ونیسو."

د سوداګرۍ خونې مسؤلین وايي، حکومت باید په هېواد کې د اقتصادي ودې، د کاري فرصتونو د رامنځته کېدو او له هېواد د پانګې د تېښتې د مخنیوي لپاره امنیت تامین کړي او د فساد په لمنځه وړلو کې هم جدي ګامونه پورته کړي.

راپور: محمد حدیث پردېس