د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۰ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۴۱

الکوزی:افغانستان سږکال په صاداراتو کې۱۰۰میلیونه ډالره زیان لیدلی


د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خوني مسوولین وايي، د ایران او هند له خوا مافیايي کړېو د واګې بندر له لارې هندوستان ته د افغانستان د تازه او وچو میو په صادراتو کې خنډونه رامنځته کړي.

د دغه خونې چارواکي خبریالانو ته وویل چې دوی د تېرو درېیو میاشتو را په دې خوا هڅه کوي چې د واګې بندر له لارې مڼې او غوزان هندوستان صادر کړي خو د هندي چارواکو له خوا اجازه نه ور کول کېږي.

د افغانستان د سوداګرۍ خونې مسئولین وایي چې سږکال یې د صاداراتو د کمښت له امله شاوخوا ۱۰۰میلیونه ډالره زیان لیدلی او دوی یې عمده لامل خپلو ستونزو ته د حکومت نه پاملرنه یادوي.

د دغې خونې چارواکو وویل، په دې وروستیو کې د هند او ایران چارواکو د واګې بندر له لارې هند ته د افغان سوداګرو د مالونو د صاداراتو مخه نیولې او دې کار افغان سوداګر ډیر زیانمن کړي دي.

د سوداګرۍ خونې مرستیال خان جان الکوزي د یکشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل، هند او ایران غواړي چې افغان سوداګر د ایران د چابهار او عباس بندر له لارې هند ته صادارت وکړي.

ښاغلي الکوزي زیاته کړه چې د چابهار او عباس بندر لاره د واګې بندر په پرتله درې برابرې اوږده ده:

"موږ د دولت ټولې دروازې ټکولې دي، خو بدختانه چې د تېرو درېیو میاشتو راپه دې خوا د ستونزه نه ده هواره شوې، ستونزه زموږ د صادراتو ده چې له امله یې صادارتو سخته ضربه لېدلې ده، موږ چې خپله د بزګر سوداګر او صادرونکې څخه حساب اخستی دی بدبختانه چې موږ په روان کال کې د مڼو په ګډون تازه میو کې ۱۰۰ میلیونه ډالر تاوان کړی دی چې د افغان بزګرانو او سوداګر لپاره یوه ډېره سخته ضربه ده."

ښاغلي الکوزي له افغان حکومته وغوښتل چې په بهرنیو هېوادنو کې د افغان سوداګرو د صادارتو ستونزو هواري ته جدي توجه وکړي.

نوموړي زیاته کړه چې په هندوستان، پاکستان او چین کې د افغان سوداګرو لپاره د یوه افغان سوداګریز مرکز نشتون هم د افغان سوداګرو ستونزې زیاتې کړي دي.

هغه وویل چې د پاکستان له لارې د ترانزیټ په بندېدو سره افغانستان د پاکستان په وارداتو کې ۶۵ سلنه کموالی راغلی او د کراچۍ له لارې څخه یې۷۰ فیصده ترانزیټ هم کم کړی دی.

پرهمدې مهال د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت وايي، د سوداګرۍ خونې تر دا مهاله خپله ستونزه د دغه وزارت سره نه ده شریکه کړې.

د دغه وزارت ویاند مسافر قوقندي له سوداګرۍ او صنایعو خونې څخه وغوښتل چې خپلې ستونزې د یوه مکتوب له لارې دوی سره شریکې کړي.

ښاغلي قوقندي زیاته کړه:

"د سوداګرۍ او صنایعو خونه دې د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ته یو رسمي مکتوب واستوي، بېله شکه دا زموږ دنده ده چې په ټولو هېوادونو کې د افغان سوداګرو د صادراتو ستونزې حل کړو، ډاډ من یو چې په دې برخه کې به اقدام وکړو."

دا لومړی ځل نه دی چې د سوداګرۍ اوصنایعو خونې مسوولین بهر ته د افغان محصولاتو د لېږد په برخه کې د پرتو ستونزو په اړه شکایت کوي.

دغې ادارې تر دې وړاندې هم له ایران او پاکستان سره د افغان سوداګرو د صادراتو په برخه کې د پرتو ستونزو په اړه شکایت کړی.

XS
SM
MD
LG