په قضايي سیسټم کې د شفافیت په هدف د ارګ نوې اقدامات

افغان حکومت وایي چې د یوه غوره قضایي سیسټم د رامنځ ته کولو په هدف یې اقدامات پیل کړي دي.

د جمهوري ریاست مرستیال ویاند د شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې په یوه نوي اقدام کې یو ۱۲۵ قاضیان له دندو لري یا هم تبدیل شوې دي.

د افغانستان په قضایي سیسټم کې د ادارې فساد د زیاتېدو په اړه د یو شمېر راپورنو له خپرېدو وروسته اوس مهال افغان حکومت وایي، هڅه کوي چې د شته فساد مخه ونیسي.

د جمهوري ریاست مرستیال ویاند دواخان مینه پال وایي چې په افغانستان کې د غوره قضایي سیسټم د لرلو لپاره د یو شمېر قاضیانو د لرې کولو او تبدیلۍ پروسه پیل شوې ده.

ښاغلی مینه پال د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل په قضایي سیسټم کې بې عدالتي او د فساد موضوع تائیدوي خو زیاته یې کړه، حکومت ژمن دی چې له ادارې فساد سره کلکه مبارزه وکړي.

د غوره قضایي سیسټم د لرلو لپاره د یو شمېر قاضیانو د لرې کولو او تبدیلۍ پروسه پیل شوې

هغه زیاته کړه:

"سترې محکمې او قاضي القضات په همدې ورځو کې له پنځه سوه څخه ډېر قاضیان له دندو لري یا هم تبدیل کړې دي، د افغانستان حکومت ژمن دی ترڅو هغه ژمنې چې خلکو سره د ادارې فساد د لمنځه وړلو په برخه کې کړي دي یو پر یو عملي کړي، له دې اقدام څخه څرګندیږي چې حکومت د غوره قضایي سیسټم لپاره خپل تعهد لري، یو سلو پنځه ویشت قاضیان چې د جمهور رئیس له لوري له دندو لري یا هم تبدیل شوي دي دا زموږ د ژمنو یوه ښکاره بېلګه ده."

دا اقدام په داسې حال کې کېږي چې په دې وروستیو کې اروپایي ټولنې د افغانستان قضایي سیسټم د دولت تر ټولو فاسده برخه بللې ده.

د اروپایي ټولنې نوې ټول پوښتنه څرګندوي چې د افغانستان په قضایي سیسټم کې ۸۰ سلنه ادارې فساد شته.

تردې وړاندې د افغانستان جمهوري ریاست هم منلي چې د افغانستان په قضایي سیسټم کې فساد شته خو ویلي چې ډېر ژر به په دې برخه کې جدي بدلونونه راشي.

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې د شفافیت نړیوال سازمان په خپل راپور کې ویلي چې افغانستان د نړۍ یو له فاسدو هېوادونو څخه دی چې په کې میلیونونه ډالر بې ځایه لګول شوي دي.

په همدې حال کې د افغانستان د شفافیت د څار سازمان وایي افغان حکومت تراوسه نه دی توانېدلی چې له ادارې فساد سره جدي مبازه وکړي او په دې برخه کې بنسټیز اصلاحات راولي.

د دې ادارې مشر سید اکرام افضلي په دې اړه ازادي راډيو ته وویل چې قاضیان باید د وړتیاوو په اساس په دندو وګمارل شي.

حکومت تراوسه نه دی توانېدلی چې له ادارې فساد سره جدي مبازه وکړي

هغه زیاته کړه:

"د افغانستان د قضایې سیستم په داخل کې باید داسې کمیسیون جوړ شي چې پکې د مدني ټولنې، خپله د قضایې ادارې او نورو برخو څخه استازیتوب موجود وي ترڅو په ښه توګه د قاضیانو د تقررۍ اونور مسایل په پام کې ونیسي، همدارنګه باید ډير دقت وشي ترڅو کسان د روابطو په اساس نه بلکې د وړتیاوو په اساس وګمارل شي ترڅو له فساد سره بنیادي مبارزه وشي."

ښاغلي افضلي وویل د ادارې فساد په برخه کې د قضایي سیسټم رول ډېر مهم دی او په دې ارګان کې د فساد موجودیت د دې لامل شوی ترڅو په دې هېواد کې د فساد سره مبارزه نتیجه ورنه کړي.

د اروپایې ټولنې نوې نظر پوښتنه څرګندوي چې له ادارې فساد سره د مبارزې په برخه کې د افغان حکومت پالیسي د قناعت وړ نه ده او دغه پدیده په دې هېواد کې ورځ تربلې د پراخېدو په حال کې ده.

دا چې په افغانستان کې له دندو د یو شمېر قاضیانو لرې کول او یا هم په دې برخه کې بدلونونه به د قضایي سیسټم په اصلاحاتو او د اداري فساد په وړاندې مبارزه کې څومره ګټور ثابت شي، راتلونکې به یې ځواب ووایي.

راپور: ناجیه ساپۍ