د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۴۳

ولسمشر غني وايي د هېواد په قضایي سیسټم کې اصلاحات یې له کاري لومړیتوبونو څخه دی


د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني وايي چې له دې وروسته به د هېواد دعدلي او قضايي نظام اصلاح ته ډېرپام وشي.

په داسې حال کې چې د افغانستان په عدلي او قضايي سیسټم باندې تل د فساد له امله انتقادونه کیږي؛ ولسمشر محمد اشرف غني وايي چې په یاد سیسټم کې د فساد د له منځه وړلو لپاره به کار وکړي.

ولسمشر محمد اشرف غني د سه شنبې په ورځ د نویو قاضیانو د لوړې په مراسمو کې وویل؛ له فساد سره مبارزه په ځانګړې ډول د افغانستان په قضایي سیسټم کې د ده له کاري لومړیتوبونو څخه ده:

((په هغه خاور کې چې عدالت نه وي؛ هلته ثبات نه وي، په قاضیانو باندې اعتبار د افغانستان په نظام باندې اعتبار دی؛ په هغه هېواد کې چې د قانون حاکمیت نه وي، هغه ملک ثبات ته نه رسیږي.))

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې د افغانستان په عدلي او قضايي ارګانونو کې د پراخ فساد له امله خلکو خپلې ستونزې او دعوې د حل لپاره وسله والو طالبانو ته وړي.

ولسمشر د افغانستان په عدليي او قضايي ارګانونو کې د فساد ستونزه مني او وايي؛ په هغه نظام کې چې قضايي او عدليي سیسټم پاک وي؛ خلک په نظام اعتبار کوي چې دا کار د امنیت له ټینګښت سره مرسته کوي.

په ورته وخت کې د حقوقي چارو یوشمېر افغان کارپوهان د ولسمشر له دې اقدام نه هرکلي کوي او وايي؛ اړینه ده چې د افغانستان په عدلي او قضايي بنسټونو کې پراخ اصلاحات راشي.

د حقوقي چارو کارپوه کبیر رنجبر ازادي راډيو ته وویل؛ که په عدلي او قضايي نظام کې اصلاحات راشي؛ په یادو بنسټونو کې د فساد له مخنیوي سره مرسته کوي او ښې حکومتوالۍ ته لاره هواره وي:

((که په عدلي او قضايي ارګانونو کې اصلاحات رانه شي؛ نه شو کولای چې یوه ښه حکومتداري ولرو؛ نه شو کولای فساد له منځه یوسو؛ که په قضا کې اصلاحات رانه شي او یو ښه سیسټم رامنځ ته نه شي؛ زه فکر کوم، هغه اصلاحات چې ولسمشر یې غواړي هغه به تش په نوم پاتې شي.))

افغان ولسمشر په داسې حال کې پهعدلي او قضايي سیسټم کې د اصلاحاتو په اړه څرګندونې کوي چې په دې وروستیو کې وسله والو طالبانو د افغانستان په عدلي او قضايي ارګانونو باندې خپلې حملې زیاتې کړې دي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG