د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون په قضايي ارګانونو باندې د خلکو بې باوري او په لرو پرتو سیمو کې ناامنۍ د صحرايي محکمو اصلي لاملونه بولي.
دا کمیسیون په داسې حال کې دا څرګندونې کوي چې په دې وروستیوکې د عاموخلکو له خوا څلورکسان په نیمروز ولایت کې له وژل کیدو وروسته په دار ځړول شوي دي.
د افغانستان په قضايي ادارو باندې د خلکو بې باوري او په لیریو پرتو سیمو کې ناامني بیا هم د صحرايي محکمو د تکرار لامل شوه.
د بشري حقونو خپلواک کمیسیون وايي، د نیمروزپه دلارام کې وروستۍ پيښه چې په کې څلورتنه د سړي تښتونې په تورد عامو خلکوله خوا ووژل شول د صحرايي محکمو یوه بیلګه ده.
د دغه کمیسیون ویاند رفیع الله بیدارد پنجشنبې په ورځ ازادۍ راډیوته وویل، کیدای شي خلکو په قضايي ارګانونو باندې خپل باورله لاسه ورکړی وي نو ځکه هم صحرايي محکمو ته مخه کوي.
د ښاغلي بیدارپه خبره ورته محکمې چې په کې تورن کسان له خپل ځانه د دفاع هیڅ وسیله نه لري د ټولو اصولو له مخې مردودې دي:
″په عدلي نظام باندې شاید د دوی اعتماد نه وي. دویم علت، مخالفین د دولت په هغو ناامنو ساحو کې چې د دولت حاکمیت نشته دی، دوی ځیني کسان د دولت سره د همکارۍ په نوم وړي. د بشري حقونو خپلواک کمیسیون هرهغه پریکړه چې د نافذه قوانینو په اساس باندې نه وي. داسې مرګونه او قتلونه زمونږ په وړاندې ناروا دي او مردود دي.″
ښاغلی بیدار وايي، افغان حکومت ته په کارده چې په ډېرو لرو پرتو سیمو کې هم واکمني سمه ټینګه کړي څو د ورته پيښو مخنیوی وشي.
که څه هم افغان چارواکو د ملي وحدت د حکومت په پیل کې د قضايي ارګانونو د ټولو ستونزو د هواري ژمنه کړې خو صحرايي محکمې هغه څه دي چې لا یې هم بیلګې لیدل کیږي.
څه موده وړاندې نیویارک ټایمز ورځپاڼې په یوه مقاله کې وویل چې لاهم د افغانستان په قضايي سیسټم خلک باورنه لري او په لرو پرتو سیمو کې خلک په طالبانو خپلې موضوعګانې حلوي.
مقاله لیکونکي ویلي و چې د افغانستان په قضايي سیسټم د امریکا لګول شوې یو میلیارد ډالره پيسې موثره نه دې تمامې شوي.
د صحرايي محکمو او د دلارام د وروستۍ پيښې په اړه مو د سترې محکمې د نظر د اخیستلو کوښښ هم وکړ خو چارواکو په دې اړه ځواب ورنکړ.
افغان کارپوهان بیا وايي، دولت مکلف دی چې په ټولو سیمو واکمن وي او پرینږدي چې خلک په خپل سر تورنو ته جزاګانې ورکړي.
یوه حقوقي کارپوه او د پوهنتون استاد خواجه محمدعصامي له آزادي راډیو سره په خبرو کې وویل، دا د حکومت دنده ده چې له صحرايي محکمو مخنیوی وکړي خوکه چیرته حاکمیت نه وي نو خلک د دفاع لپاره په ځینو حالاتو کې اړ ایستل کیږي چې په ورته اعمالو لاس پورې کړي:
″له دې دا معلومه شوه چې د ضعف ټکی په خپله د حکومت په نارسیدګي کې ده.
حکومت باید خپل حاکمیت په مطلق ډول حاکم کړي. که حکومت هم بیا رسیدګي نه شي کولای حتی د افغانستان اساسي قانون او شریعت اجازه ورته ورکوي چې څوک د نفس دفاع کوي اجازه ورته شته.
که یو څوک په چا حمله کوي حکومت دفاع نه کوي نو دفاع شرعي له ځانه کولای شي هغه هیڅ مشکل نه لري.″
ښاغلی عصامي وايي، حکومت ته په کار ده چې د صحرايي محکمو عاملین ونیسي او پرینږدي چې دا دود دوام پیدا کړي.
له دې مخکې هم یو شمیر خلک په بیلابیلو سیمو کې د دولت لپاره د جاسوسۍ او یا ځینو نورو کارونو لپاره د صحرايي محکمو له لارې وژل شوي دي.
کارپوهان وايي دولت باید په قضايي ارګانونو باندې د خلکو د باور د زیاتیدو هڅه وکړي څو له دې لارې د صحرايي محکمو مخه ونیول شي او هم دې ته زمینه برابره شي چې قانون په ټولو تطبیق شي.
راپور: صفي الله ستانکزی