د افغانستان دفاع وزارت د طالبانو د پسرلنیو عملیاتو د پیل په غبرګون د امنیتي ځواکونو د چمتووالي ډاډ ورکوي.
وسله والو طالبانو د سې شنبې له ورځې په افغانستان کې د عمري په نوم د نوېو پوځي عملیاتو د پيلولو اعلان وکړ.
د ولسي جرګې ځيني غړي هم وایي چې طالبان اوس خپلو کې ستونزې لري او د هغوی له لوري د نوېو عملیاتو د پیلیدو اعلان یوازې د خپلو کسانو د مورال د لوړ ساتلو په هدف دی.
د دفاع وزارت وایي، د طالبانو له خوا د نوېو پسرلنیو عملیاتو د پیل اعلان کومه نوې خبره نه ده.
د دغه وزارت ویاند جنرال دولت وزیري د سې شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې وسله والو طالبانو په افغانستان کې هیڅ کله جګړه نه ده بنده کړې او په خبره یې افغان ځواکونه هم د هغوی پر وړاندې جګړې ته چمتو دي.
ښاغلي وزیري زیاته کړه:
"تاسو ته معلومه ده چې زموږ په افغانستان کې نورمال پروګرام دی. څوک چې امنیت خرابوي، د سړک د غاړې ماینونه ږدي، هغوی که سولې ته نه راځي معنی یې دا ده چې د افغانستان دښمنان دي او وسله وال پوځ هغوی ځپي."
طالبانو د سې شنبې په ورځ په یوه رسمي اعلامیه کې د عمري په نوم په افغانستان کې نوي پسرلني عملیات پيل کړل.
د طالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد له خوا ازادي راډیو ته په لیږل شوي اعلامیې کې راغلي چې د طالبانو پوځي کمېسیون له تېرو درېیو میاشتو راهیسې د عملیاتو پر طرحې کار کړی دی.
د اعلامیې له مخې د عملیاتو تمرکز به د زیاتو سیمو لاندې کول، پر کورنیو او بهرنیو ځواکونو باندې تهاجمي او چریکې بریدونه او نفوذي فعالیتونه وي.
له دې مخکې یو شمېر امریکایي چارواکو او دغه راز د افغانستان لپاره د ملګروملتونو ځانګړي استازې هم ویلي و چې ۲۰۱۶ میلادي کال به د تېرکال په څېر د افغانستان لپاره ستونزمن وي.
طالبانو تېرکال هم د عزم په نوم پوځي عملیات په افغانستان کې وکړل چې په ترڅ کې یې ځيني ولسوالۍ او ان د کندز ښار د دغې ډلې لاس ته سقوط وکړ.
افغان حکومت سره له دې چې د طالبانو د حملې پر وړاندې د چمتووالي خبر ورکوي، په ورته وخت کې یې له طالبانو سره د سولې هڅې هم جاري ساتلي دي.
خو طالبانو رسماً له حکومت سره د سولې خبرې رد کړې او د مخامخ خبرو لپاره یې ځيني شرطونه وړاندې کړي دي.
د افغانستان د سولې د همغږۍ څلور اړخیزې ډلې هم پریکړه کړې چې که طالبان سوله ونه کړي نو پر وړاندې به یې ګډ پوځي اقدام وشي.
اخوا د ولسي جرګې غړی خالد پښتون په روان کال کې د ناامنیو د زیاتیدو احتمال نه ردوي خو په ورته وخت کې د طالبانو خپل منځيو اختلافاتو ته په اشارې سره وایي چې دغه موضوع به د دوی فعالیتونه تر یو بریده پڅ کړي.
ښاغلي پښتون زیاتوي:
"طالبان د خپلو جنګیالیو د مورال لوړولو په خاطر دغه ډول عملیات په مختلفو نومونو اعلانوي، ځکه د دوی د جنګیالیو مورال زښته زیات خراب شوي دي."
نوموړی وایي، د سولې په تړاو د یو شمېر طالب مشرانو غېر مستقیم تماسونه ښیې چې د دغې ډلې مشران خپلو کې اعتماد نه لري.
د پوځي چارو کارپوه باري عارض هم دا نظر مني چې د طالبانو له لوري د تازه عملیاتو اعلان کومه نوې خبره نه ده.
خو نوموړی وایي چې د طالبانو تر څنګ ځيني نورې ډلې لکه داعش په افغانستان کې د پراخیدو هڅې کوي او په خبره یې ښایې د دغې ډلې فعالیتونه په افغانستان کې جګړه شدیده کړي.
محمد قسیم سوله مل