د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۱

د هلمند چارواکي وايي د طالبانو ګوښونو ته غاښ ماتونکی ځواب ورکوو


د هلمند امنیتي چارواکي د طالبانو هغه ګواښونه بې ځایه بولي چې د دغه ولایت د یو شمېرستراتیژیکو ولسوالیو د نیولو په اړه یې کړي دي.

وسله والو طالبانو د سې شنبه په ورځ د ګرشک، سنګین او مارجې ولسوالیو د نیولو ګواښ کړی وو، خو د هلمند امنیتي چارواکي وایي د دې سیمو د خوندي کولو لپاره دوی ته مرستې رسیدلي دي.

دغه ولسوالۍ د هلمند رود ته نژدې موقعیت لري او د تاریاکو د کښت مرکزونه بلل کېږي چې د وسله والو طالبانو یوه عایداتي منبع ده.

ګرشک، سنګین او مارجه د هلمند هغه درې ولسوالۍ دي چې له اوږدې مودې راهیسې د طالبانو او حکومتي ځواکونو د جګړو ډګر دی.

په دغو سیمو کې چې ټولې د هلمند مرکز لښکرګاه ته نژدې موقعیت لري، وروستیو سختو جګړو اندیښنې ډیرې کړي او طالبانو یې تېره ورځ د نیولو ګواښ کړی دی، خو د هلمند امنیتي چارواکي دغه ګواښونه بې ځایه تبلیغات بولي او د دغو ولسوالیو د بشپړې دفاع لپاره د چمتووالي خبره کوي.

د هلمند د پولیسو ۵۰۵ بست زون قومندان عصمت الله دولت زي ازادي راډیوته وویل، له پلازمینې کابله مرستندویه ځواکونه دغو سیمو ته رسیدلي دي:

"د طالبانو ګواښ خامخا موږ هم احساسوو، خو د ګواښ په مقابل کې موږ هم خپل تدابیر لرو. موږ ځانګړي عملیاتي پلانونه لرو. کومکي ځواکونه چې هم انساني پرسونل دی او هم تخنیکي وسایل، وسلې او تجهیزات موږ ته را رسیدلي دي. زموږ امنیتي او دفاعي لیکې پیاوړي شوي دي او دې ته جوګه دي چې دښمن ته غاښ ماتونکی ځواب ورکړي."

د طالبانو له خوا د چریکې حملو ترڅنګ یو بل خنډ چې د چارواکو په خبره د دوی د عملیاتي پلانونو د پرمختګ خنډ ګرځي له استوګنیزو او عام المنفعه تاسیساتو څخه د سپر په توګه کار اخستل دي.

ښاغلی دولت زی وایي، طالبان عام خلک د سپر په توګه کاروي.

بل خوا یو شمېرهغه کسان چې د ناامنو سیمو څخه د هلمند مرکز او یا نورو سیمو ته وتلي دي، ازادي راډیو ته خپل د ژوند ستونزې داسې بیانوي:

"دلته موږ د مارجې ولسوالۍ څخه د لښکرګاه ښار ته راکډه شوي یو. دلته ژمی دی، یخ دی، زموږ سره مرسته نه ده شوې، هلته مو ځایونه د جګړو په ډګر کې بندی پاته دي."

"موږ له سنګین ولسوالۍ څخه مهاجر شوي یو اوس په کندهار ولایت کې اوسیږو. دومره څه نه لرو چې وې خورو."

که څه هم د هلمند جګړې څه نوې خبره نه ده، خو افغان چارواکي وایي، ګاونډي هېوادونه هڅه کوي په دې شپو ورځو کې چې د افغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د سولې د مذاکراتو هڅې روانې دي، په هلمند ولایت کې جګړو ته نور هم لمن ووهي او په دې توګه خپلې ګټې ترې واخلي.

د هلمند ډیرې سیمې په تېره بیا دغه درې ولسوالۍ سنګین، ګرشک او مارجه چې طالبانو یې د نیولو ګواښ کړی، د هلمند رود ته نژدې موقعیت لري او له همدې کبله د تاریاکو د کښت له عمده مرکزونو څخه بلل کېږي چې د طالبانو یوه عایداتي سرچېنه بلل کېږي.

XS
SM
MD
LG