د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۲

د سولې د خبرو ۴اړخېزه کمېته له طالبانو سره د خبرو زمینه برابروي


افغان حکومت وايي، د سولې د خبرو څلور اړخیزه کمېته هڅه کوي چې له وسله والو طالبانو سره د سولې د خبرو زمینه برابره کړي.

د اجراییه ریاست مرستیال ویاند ازادي راډیو ته وویل چې هیله ده له وسله والو مخالفینو سره مخامخ خبرې وشي او په دې درشل کې هره هغه ډله چې د سولې خبرو ته غاړه ږدي افغان حکومت یې هرکلی کوي.

افغان چارواکي وايي چې د سولې د خبرو څلور اړخیزه کمېټه هڅه کوي څو د وسله والو طالبانو صلاحیت لرونکي استازي له افغان حکومت سره د سولې مخامخ خبرو ته کینوي.

د حکومت د اجراییه ریاست مرستیال ویاند جاوید فیصل د یکشنبې په ورځ آزادي راډيو ته وویل، که څه هم د سولې مخامخ خبرې ځنډیدلي خو لا هم هیله شته چې د سولې دا خبرې وشي.

ښاغلي فیصل همدا راز د سولې د خبرو لپاره د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي ګوند له چمتووالي هرکلی وکړ او نورې ډلې یې هم ورته کار ته راوبللې.

ښاغلي فیصل زیاته کړه:

"د مخامخ خبرو لپاره د څلور اړخیزې همغږۍ ګروپ د کار مطابق دا ګروپ هڅه کوي چې د غونډې د پریکړې په اساس د افغان حکومت او وسله والو ډلو د باصلاحیته استازېو ترمنځ د سولې مخامخ خبرې پيل شي. موږ هیله من یو چې دوی په خپل کار کې وتوانیږي چې بلآخره د سولې مخامخ خبرو ته زمینه برابره کړي. ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي ګوند له خوا د خبرو لپاره د آماده ګي ښودل یو ښه ګام دی د پرمختګ په لوري یو ښه پيل دی."

افغان چارواکو وروسته له هغه نورې مخالفې ډلې د سولې په خبرو کې د ګډون لپاره وهڅولې چې د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ حزب اسلامي په یوه بیان کې د سولې په خبرو کې د ګډون چمتووالی ښودلی دی.

دې ډلې که څه هم بهرنیان د جګړې په دوام تورن کړي خو ویلي یې دي چې د سولې په خبرو کې یې د ګډون هدف دا دی چې دوی د سولې لیوالتیا لري.

خو وسله وال طالبان چې د افغان دولت پر ضد د جګړې اصلي لوری دی لاهم په خپل دریځ ولاړ دي چې نه غواړي د سولې په خبرو کې ګډون وکړي.

ټاکل شوې وه چې د مارچ میاشتې په لومړۍ اوونۍ کې له طالبانو سره د سولې مخامخ خبرې پيل شي خو په دې پروسه کې د طالبانو د ګډون په ردېدو سره دغه خبرې وځنډیدې.

اخوا سیاسي کارپوهان ټينګار کوي چې افغان حکومت باید له طالبانو سره د سولې د مخامخ خبرو هڅه وکړي نه دا چې د سولې د خبرو لپاره دې یواځې د وړوکو مخالفو ډلو په چمتووالي اتکا وکړي.

د افغانستان د شخړې او سولې د مطالعاتو د مرکز یوه څېړونکي حکمت الله اعظمي ازادي راډيو ته وویل، حزب اسلامي به خپل جوړښت لري خو هڅه باید دا وي چې له طالبانو سره سوله وشي.

ښاغلي اعظمي زیاته کړه:

"حزب اسلامي سمه ده په افغانستان او بهر کې خپل جوړښت لري خو د جګړې په ډګر کې دوی د طالبانو تر رهبري لاندې او ان تر بیرغ لاندې دوی جګړه کوي. که طالبان سولې ته راځي بیا د حزب اسلامي ستونزه دومره غټه نه ده. کله چې موږ د طالبانو سره سوله مطرح کوو زه فکر کوم دا د توقع خلاف پیچلې کیږي. زه په دې کې شک نه وینم چې مخامخ خبرې به کیږي خو دا چې کله به کیږي دا یې سوال دی."

ښاغلي اعظمي همدا راز د سولې په روانو هڅو کې د بېلابېلو هېوادونو ښکیلتیا او لیوالتیا د دې پروسې د لانجمن کېدو یو لامل بولي.

د سولې د خبرو په اړه په داسې حال کې د افغان چارواکو ترمنځ خوشبینۍ زیاتې شوي دي چې په کابل او اسلام آباد کې د سولې د خبرو څلورو څلورو اړخیزو غونډو لا هم د مخامخ خبرو زمینه نه ده برابره کړې.

افغان حکومت او د څلور اړخیزو غونډو دریو ګډونوالو یې امریکا،چین او پاکستان دا هم ویلي که وسله وال مخالفین سوله نه کوي دوی به یې پر ضد پوځي اقدام هم وکړي.

صفي الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG