د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۲

بابه جان: وسله وال مخالفین د شمال زون د سقوط په هڅه کې دي


د پامیر ۷۰۷ زون مشر جنرال بابه جان
د پامیر ۷۰۷ زون مشر جنرال بابه جان

د پامیر ۷۰۷ زون امنیتی چارواکي د شمال زون د سقوط په موخه د طالب وسله والو له خوا د پلان جوړونې او چمتووالي څخه خبر ورکوي.

له دې سره چې شمال زون په دې وروستیو کې د طالب وسله والو د پراخو حملو شاهد وو، خو اوس مهال د پامیر ۷۰۷ زون امنیتي چارواکي وايي چې طالبان په پام کې لري تر څو شمال ته سقوط ورکړي.

د پامیر ۷۰۷ زون مشر جنرال بابه جان وايي چې د حکومت ضد وسله وال او طالبان په هڅه کې دي چې د شمال زون برخې سیمې نا امنه کړي، او په کې د دولت ضد او عام وګړو په وړاندې مرګونې حملې ترسره کړي.

جنرال بابه جان د یکشنبې په ورځ مزارشریف کې د یوه خبري کنفرانس په ترڅ کې وویل چې طالبانو چمتووالی نیولی تر څو د شمال زون ځینې ولسوالۍ تصرف کړي، قومي متنفذین ترور شي او د امنیتي ځواکونو په کاروانونو انفجاري بریدونه ترسره کړي.

بابه جان؛ طالبان هڅه کوي متنفذین ترور کړي.
بابه جان؛ طالبان هڅه کوي متنفذین ترور کړي.

هغه یې په اړه وویل:

"د دولت وسله وال مخالفین د خپلو برنامو له مخې غواړي شخصيتونه ترور کړي، د پوځیانو پر قطارونو برید ترسره کړي، ګن شمېر ولسوالۍ خپلې کړي او نا امنیو ته له حده زیاته وده ورکړي."

ښاغلی بابه جان زیاتوي چې د دولت مخالف وسله والو د دې برنامې په وړاندې افغان پوځیان هم چمتووالی لري او په پلان کې لري چې يه خپلو پسرلني عملیاتو کې زیاتوالی رامنځته کړي تر څو په موقع سره طالبان وځپي.

د پامیر ۷۰۷ زون قومندان په خبره چې ملي پولیسو او د ملي اردو سرتېرو په ګډه سره د یوې میاشتې په ترڅ کې د ترسره کړو عملیاتو په نتیجه کې د فاریاب، بلخ او نورو ګاونډي ولایتونو ۵ ولسوالۍ د طالبانو له وجوده پاکې کړي دي او دښمن ته یې په کې درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

بابه جان؛ د پوځي عملیاتو په ترڅ کې درنه مرګ ژوبله دښمن ته اوښتې ده.
بابه جان؛ د پوځي عملیاتو په ترڅ کې درنه مرګ ژوبله دښمن ته اوښتې ده.

ښاغلی بابه جان وايي چې عملآ د طالبانو د ځپلو په مقصد د جوزجان په فیض آباد او د بلخ په چهاربولک ولسوالیو کې د طالبانو سره جګړه دوام لري.

دی زیاتوي:

"افغان امنیتي ځواکونه هڅه کوي چې د طالبانو په وړاندې ګن شمېر عملیات ترسره کړي او د پنځو ورځو راپدې خوا په چهاربولک او فیض آباد کې د هغوی په وړاندې عملیات دوام لري."

په داسې حال کې د شمال زون امنیتي چارواکي په دې ساحه کې د روان کال په ترڅ کې د طالبانو د ګواښونو د زیاتوالي په اړه خبر ورکوي چې ډېری افغانان هم د روان لمریز کال په ترڅ کې د دولت ضد وسله والو د انفجاري حملو د زیاتوالي په اړه اندېښمن ښکاري.

راپور: مجیب الرحمن حبیب زی

XS
SM
MD
LG