نن د سولې د څلور اړخیزې پنځمې ناستې دقیقه نېټه ټاکل کېږي

په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر وايي، د امریکا د بهرنیوچارو وزیر جان کري به نن شنبې کابل ته ورسېږي او له طالبانو سره د افغان حکومت سولې د مذ اکرو په اړه د څلور اړخیزو غونډو د بیا پيل دقیقه نېټه او اجندا به وټاکي.

د پاکستان لپاره د ولسمشر ځانګړي استازي حضرت عمر زاخېلوال څرګنده کړه چې دپينځمې، څلور اړخیزې غونډې پر اجنډا او نېټه یې د چین له استازي خبرې کړې دي.

حضرت عمر زاخېلوال زیاته کړه:

د پينځمې، څلور اړخیزې غونډې پر اجنډا او نېټه د چین له استازي خبرې شوې دي

"د پينځمې څلور اړخیزې غونډې د بحث موضوع لا نه ده ټاکل شوې او یو وړاندیز دا دی چې د دې میاشتې په پای کې وشي، دا وار نوبت د اسلام اباد دی نو دلته به کېږي، مخکې داسې ګڼل شوې وه چې دا غونډه به د طالبانو او حکومت د استازوتر مخامخ خبرو وروسته کېږي خو هغسې ونه شول نو اجنډا یې باید وټاکل شي او نېټه یې څرګنده شي، تر اوسه هیڅ پریکړه نه ده شوې خو پينځمه غونډه ښايي د اپریل په پای یا د مې په پیل کې وشي."

ښاغلي زاخېلوال دا خبرې پرون جمعه په اسلام اباد کې د جناح انسټیټیوټ له خوا د له ژمي تر بهاره د افغانستان په اړه په بحث کې تر ګډون وروسته وکړې.

په دې بحث کې د پاکستان د صدراعظم د بهرنیو اړیکو سلاکار سرتاج عزیز هم ګډون کړی وو.

عزیز په دې غونډه کې خبرداری ورکړ چې د افغان حکومت او طالبانو د سولې د خبرو د پيل لپاره هڅې باید له شرط ، مهالوېش او ضرب الاجل سره ونه تړل شي.

سرتاج عزیز په دې اړه چې یو شمېر افغانان پر پاکستان شک لري چې د سولې د مذاکرو د بریالیتوب لپاره هڅې کوي، وویل چې په اوسمهال کې باید ټوله پاملرنه د مذاکرو د بیا پيل ته وشي نه د دې بهیر د شنډولو لپاره هڅو ته.

د افغان حکومت او طالبانو د سولې د خبرو د پيل لپاره هڅې باید له شرط ، مهالویش او ضرب الاجل سره ونه تړل شي.

ده ټینګار وکړ چې هېواد یې د سولې په مذاکرو کې له افغانستان سره مرسته کولای شي خو دوی پر طالبانو حکم نه شي چلولاي.

د پاکستان د صدراعظم د بهرنیو چارو سلاکار څرګنده کړه چې د حکومت او طالبانو د سولې د مذاکرو د بریالیتوب لپاره هیلې هغه مهال پیدا کیدای شي چې څلور اړخیزې غونډې دوام وکړي.

عزیز وویل چې څلور هېوادونه به وروسته دا پرېکړه کوي چې له هغو ډلو سره چې په مذاکرو کې ګډون نه کوي، څرنګه چلند وشي.

د افغانستان، پاکستان، چین او امریکا د لوړ رتبه استازو غونډه

د فبرورۍ په میاشت کې، په کابل کې وه او پریکړه شوې وه چې د حکومت او طالبانو مخامخ خبرې به د مارچ په لومړۍ اوونۍ کې کېږي.

دوی یوه نقشه هم جوړه کړې وه چې پر اساس یې د مخامخ خبرو د پيل د نېټې اوڅرنګوالي اټکل شوی وو.

خو طالبانو په مخامخ مذاکرو کې ګډون رد کړ او په دې ډول د سولې د مذاکرو د پیل لپاره پيل شوې هڅې ناکامې شوې.

په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر وايي چې په پينځمه غونډه کې به یو وار بیا مذاکرو ته د طالبانو د را بللو پر لارو چارو خبرې وشي.

ښاغلي زاخېلوال همدا راز څرګنده کړه چې د طالبانو یوه مشر ملا عبدالقیوم ذاکر چې په وروستیو کې د ملا اختر محمد منصور له ډلې سره یو ځای شوی، خپلو مشرانو ته د وړاندیزونو یو لیک استولی چې له افغان حکومت، امریکا او نورو غربي حکومتونو سره د خبرو امکان هم په کې شامل دی.