د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۹

پاکستان باید په څلور اړخیزه ناسته کې خپلې کړې ژمنې عملي کړي


د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، پاکستان باید د کړې ژمنې پراساس طالبان د سولې خبرو ته حاضر کړي.

د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، پاکستان باید د سولې خبرو ته د طالبانو په حاضرېدو په څلور اړخیزې ناسته کې خپلې کړي ژمنې عملي کړي.

د سولې د عالي شورا مرستیال عبدالخبیر اوقچقون د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د جنګ دوام به د وسله والو مخالفینو په ګټه نه وي:

"دا اسلام اباد پورې اړه لري چې تر کومه پر هغو ډلو چې سوله نه کوي فشار راوړي په داسې حال کې چې د ملا رسول په مشرۍ د طالبانو یوه ډله د سیاسي حل لارې غوښتونکې ده او د ملا منصور ډله چې د ملا رسول د پلویانو په په خبره د پاکستان د استخباراتو د مستقیم اثر لاندې ده نو پاکستان باید په څلور اړخیزه ناسته کې په دې برخه کې خپله ژمنه پوره کړي."

دا په داسې حال کې چې طالبانو د ۱۳۹۴ کال د پای په مناسبت په یویې اعلامیې په افغانستان کې پرخپلې وسله والې مبارزې تاکید کړی او له خپلو جنګیالیو یې غوښتي چې ډېرې سیمې لاندې کړي.

په دغه اعلامیه کې د طالبانو د مشر ملا اختر محمد منصور له قوله ویل شوي چې اسلامي امارت به په واحد شکل باقي پاتې کېږي او ورځ تر بلې یې پایې ټینګېږي.

په دغه اعلامیه کې همدا راز طالبانو او ملاتړو ته یې خطاب شوی چې د طالبانو پرضد تبلغاتو ته توجه ونه کړي او خپلو دندو ته ژمن پاتې شي.

دا په داسې حال کې ده چې وړاندې افغان حکومت ویلي وو چې څلور اړخیزه ډله هڅه کوي چې طالبان د سولې خبرو ته حاضر کړي.

د څلور اړخیزې ناستې د پرېکړې پر اساس باید له طالبانو سره د سولې خبرې د روانې میلادي میاشتې په لومړۍ اوونۍ کې پیل شوې وای خو طالبانو په دغه خبرو کې له خپل ګډونه انکار وکړ.

ولسمشر غني هم ویلي چې له وخته به وړاندې وي چې ګواګې د سولې خبرو نتیجه نه ده ورکړې.

سیاسي کارپوهان بیا وايي، د سولې په برخه کې د ځینو افغان چارواکو غیر موجه څرګندونې ددې لامل شوي چې طالبانو بیا هم د خپلو غوښتنو لپاره د جنګ لار غوره کړي.

د سیاسي چارو کارپوه محب الله شریف د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې خلک باید د سولې په برخه کې د حکومت د یوه واحد دریځ شاهدان وي:

"زه فکر کوم که چېرته د افغانستان د ولس، حکومت او وسله والو مخالفینو ترمنځ داسې همغږي رامنځته شي چې د ولس غوښتنې په کې نغښتې وي او بالاخره ولس وکړای شي هغه څه چې د دوی غوښتنه ده هغه عملي وویني او په دې ډول باندې موږ د وسله والو مخالفینو په شکل او د حکومت په شکل او بالاخره د افغانستان د ولس په شکل په ټولیزه توګه هغه څه ته ولاړ شو چې د افغانستان د ولس په ګټه وي نه دا چې د افغانستان د ولس په زیان او ضد وکارول شي ."

دا په داسې حال کې ده چې تازه د ولسمشر د ویاند مرستیال ظفر هاشمي د ۱۳۹۴ کال د لاسته راوړنو په باب جوړې شوې خبرې ناسته کې ګواښ وکړ کومې ډلې چې سوله نه کوي له پوځي قوې به یې پر ضد کار واخیستل شي.

د ملي یوالي حکومت له جوړېدو تر دې دمه هڅه کړې چې طالبان د سولې خبرو ته حاضر کړي.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG