د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۳

"د ۴اړخېزې غونډې ۳پړاو به د سولې لپاره د لارې نقشه وروستۍ کړي"


د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند شکیب مستغني
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند شکیب مستغني

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، هیلې موجودې دي چې د سولې د خبرو د لارې د نقشې په وروستي کېدلو سره د سولې د خبرو په برخه کې عملي ګامونه پورته شي.

ټاکل شوې چې د افغانستان د سولې په اړه درېیم پړاو څلور اړخیزه غونډه د شنبې په ورځ په اسلام اباد کې جوړه شي.

خو د سیاسي چارو یو شمېرکارپوهان وايي، ښايي یوه پرېکنده نتیجه، کوم چې افغانان یې له دغه غونډې تمه لري ترلاسه نه شي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، په څلور اړخیزه غونډه کې د غړو هېوادونو جدیت ته په پام سره، تمه ده چې د سولې د خبرو په برخه کې عملي ګامونه پورته شي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند شکیب مستغني د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو سره به خبرو کې وویل چې د څلور اړخیزې غونډې درېیم پړاو به د سولې د خبرو لپاره د لارې نقشه وروستۍ کړي.

ښاغلي مستغني زیاته کړه:

"په دغه غونډه کې د څلورو غړو هېوادونو جدید او هغه ژمنو ته په پام سره چې لري یې هیلې شته چې د لارې د نقشې په وروستي کېدلو سره چې د سولې د خبرو لپاره یو روښانه چوکاټ جوړوي د سولې د خبرو په برخه کې عملي ګامونه پورته شي."

ټاکل شوې چې د افغانستان، پاکستان، امریکا او چین په ګډون د سولې لپاره درېیم پړاو څلور اړخیزه غونډه د شنبې په ورځ په اسلام اباد کې جوړه شي.

د دغې غونډې دوهمه پړاو ناسته د روان میلادي کال د جنوري په اتلسمه په کابل او لومړی پړاو یې تر دوهم پړاو یوه اوونۍ مخکې په اسلام اباد کې جوړه شوه.

د لومړي پړاو غونډې موضوع د غړو هېوادونو د دندو په لایحو او د دوهم پړاو غونډې موضوع د سولې د خبرو لپاره د لارې د نقشې برابرول ول.

د افغانستان د سولې لپاره درېیم پړاو څلور اړخیزه غونډه په داسې حال کې جوړېږي چې طالبانو په دې وروستیو کې په پلازمینه کابل کې خپلو حملو ته زور ورکړی او د سولې په خبرو کې یې د خپل ګډون په اړه هم څه نه دي ویلي.

د پګواش په غیر رسمي ناسته کې چې شاوخوا لس ورځې مخکې د قطر په پلازمینه دوحه کې جوړه شوه، وسله والو طالبانو په خپلو پخوانیو شرطونو لکه له افغانستانه د بهرنبو ځواکونو وتل او نورو مواردو ټینګار کړی و.

په ورته وخت کې د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان وايي، ښايي داسې یوه پرېکنده نتیجه چې افغانان یې له دغه غونډې تمه لري تر لاسه نه شي.

د چارو کارپوه محب الله شریف وايي، په څلور اړخیزه غونډه کې د غړو هېوادونو هیڅ جدي مثال تر اوسه نه دی لیدل شوی.

ښاغلي شریف زیاته کړه:

"زه چې څومره فکر کوم په دې قضیې پورې اړوند داسې کوم جدیت چې هغه وکولای شي دغه څلور هېوادونه یو هوکړې ته ورسېږي، داسې یو څه تراوسه پورې نشته او افغان ولس تر اوسه پورې د همدې په خاطر په تشویش کې دي چې دغه ناسته به هم د نورو په شان بې پایلې سرته رسیږي او کومه عملي جنبه به نه لري."

په دې ورستیو کې د چین د بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپانې په خپرولو سره ویلي دي چې د څلور اړخیزې غونډې ګډونوال وکولای شي د سولې د لارې پر یوه داسې نقشې سر سلا شي چې د ټولو لپاره د منلو وړ وي.

خو د چاروکارپوه عبدالله واحدیار وايي، چین او امریکا د افغانستان د سولې په څلور اړخیزه غونډه کې څارونکی رول لري او په یاده برخه کې د پاکستان د همکارۍ په تړاو په نوموړي هېواد لازم فشار نه راوړي.

XS
SM
MD
LG