سنچارکي : د یکشنبې په ورځ به اعلان کړو چې انتخاباتو کې ګډون کوو کنه

د عبدالله د انتخاباتي مبارزې د دفتر ویاند فاضل سنچارکي

په داسې حال كې، چې دوهم پړاو انتخاباتو ته يوازې يوه اونۍ پاتې ده، د عبدالله عبدالله انتخاباتي ټيم په خپلوغوښتنو او شرايطو ټينګاركوي.
د عبدالله عبدالله د انتخاباتي كمپاين د دفتر وياند فاضل سنچاركي د شنبې په ورځ ازادۍ راډيو ته وويل، دوى هيله من دي، چې ولسمشركرزى د ښاغلي عبدالله له خوا وړاندې شوې شرايط ومني.

د ښاغلي سنچاركي په خبره كه چېرې د ډاكټرعبدالله له خوا وړاندې شوي شرايط ولسمشر كرزى ونه مني نوعبدالله عبدالله به د يكشنبې په ورځ دا اعلان كړي، چې انتخابات تحريموي اوكه نه:

"كه چيرې د ولسمشر ځواب زموږ دغوښتنو په اړه مثبت نه وو، نو نهايي پريكړه به وكړو، ټاكل شوی ده د يكشنبې په ورځ د يوه لوى مطبوعاتي كنفرانس په ترڅ كې د انتخاباتو په اړه ډ اكټرصاحب عبدالله خپل نظرونه او تصميم اعلان كړي، خو تر اوسه د انتخاباتو د تحريم په اړه زموږ په كمپاين كې بحث نه دى شوى."

تردې وړاندې په دویم پړاو انتخاباتوكې كانديد ډاكټرعبدالله په انتخاباتوكې د ګډون لپاره يو لړ مهم شرايط وړاندې كړي وو، چې له دندې څخه د انتخاباتو د خپلواك كميسيون د رييس لری كول، د سيمه ايزو ارګانونو د ريس او د كابينې د درېو وزيرانو د وظيفو تقليق يا ځنډول اود درېو وزارتونو د كارونو په ټينګه څارل په كې شامل وو.

خو ولسمشركرزي له وړاندې اعلان كړى، چې د ډاكټرعبدالله دغه غوښتنې او شرايط ورته د منلو وړ نه دي.

دا څرګندونې په داسې حال كې كيږي، چې ټاكل شوی ده، دوهم پړاو انتخابات د راتلونكې شنبې په ورځ، چې دعقرب يا لړم د مياشتې له شپاړلسمې نېټې سره سمون خوري ترسره شي.

په عين حال كې د انتخاباتو د خپلواك كميسيون وياند نورمحمد نور وايي، چې دوى دوهم پړاو انتخاباتو ته له هره پلوه چمتوالی نيولې او په هرحال كې به انتخابات ترسره كړي:

"انتخابات به ترسره شِي وخت نېټه معلومه ده، مواد چاپ شوي دي، موږ خپل چمتووالې نیولی دی او د انتخاباتو خپلواک کمیسیون پردې باندې ژمن دی، چې د لړم په شپاړلسمه نېټه به انتخابات ترسره کړي."

يوه مهمه پوښتنه، چې مطرح كيږي هغه داده، چې كه دوهم پړاوانتخابات د كوم يوه كانديد له خوا تحريم شي او يا له انتخاباتوانصراف وكړي نو په دې برخه كې كومه قانوني ستونزه شته اوكه نه؟

د سياسي چارو كار پوه او د كابل پوهنتون د حقوقو د پوهنځي استاد نصرالله ستانكزى د دې پوښتنې په ځواب كې وايي، چې له انتخاباتوڅخه انصراف د هر كانديد سياسي حق دى کنه ؟ وايي:

"د تحریم په هکله به دا ووایم، چې د اساسي قانون په وړاندې بې احترامي ده او انصراف یو حق دی انصراف کومه ستونزه نه جوړوي مګر تحریم ستونځه جوړوي او یاپه هر سورت چې هرڅه وي باید انتخابات تر سره شي."

ټاكل شوی ده، په افغانستان كې دویم پړاو انتخابات د ولسمشركرزي او ډاكټرعبدالله ترمنځ دعقرب يا لړم د مياشتې په شپاړلسمه نېټه ترسره شي، خوپه عين حال كې داسې اوازې او راپورونه هم شته، چې د ولسمشركرزي اوعبدالله عبدالله ترمنځ د ځينو مسايلو پرسر د جوړ جاړيو خبرې اترې هم رواني دي.

كه څه هم ويل كيږي، چې ښايي ولسمشر كرزى او ډاكټرعبدالله له دوهم پړاو انتخاباتو مخكې په ځينو مسايلو سره سلا شي خو ولسمشرۍ ته دواړو كانديدانو له مخكې نه د ايتلافي حكومت جوړول په ټينګه رد كړي دي.