نور :له قانون سره سم اوس هیڅ کاندید انتخابات نه شي تحریمولی

د انتخاباتو د خپلوا ک کمیسون ویاند نور محمد نور

سي این این د یوې منبع په وینا چې له افغان مشرانو سره نژدې روابط لري وایي، ښایي ډاکټر عبداله په یو دوو ورځو کې اعلان وکړي چې دی به په انتخاباتو کې ګډون ونه کړي.

عبداله عبداله تیره اونۍ د دوهم ځلي انتخاباتو د ترسره کیدو لپاره وار له مخه یو لړ وړاندیزونه وکړل ، یو شرط یط دا و ، که چیرته د انتخاباتو د خپلواک کمسیون مشر عزیزاله لودین په پنځو ورځو کې برطرفه نه شي ممکن انتخابات به تحریم کړي.

ایا دا کیدای شي چې یو کاندید په انتخاباتو کې ګډون ونه کړي، په داسې حال کې چې پوره یوه اونۍ انتخاباتو ته پاتې ده ، کیدای شي چې یو کاندید له انتخاباتو منصرف شي؟

د افغانستان د انتخاباتو دخپلواک کمسیون له ویاند نور محمد نور سره احمد شیبر مرکه کړې ده: