ښاغلی نیکلاسن وایي، ډیری افغانانو ورته ویلي چې دغه قانون څومره د شرکتونو او سازمانونو کارونه پیچلي کړي او ترټولو زیات یې د ښځو پر تګ راتګ، کارکولو، خدماتو ته د لاسرسي او د خپلو کورنیو د ملاتړپه برخو کې د هغوی پروړتیاوو اغیزې کړې.
د نوموړي په خبره دې قانون اروپایي اتحادیه هم له ننګونو سره مخامخ کړې او د هغو ستونزو له کبله چې د دې اتحادیې شریکان په افغانستان کې خلکو ته د مرستو د چمتوکولو په برخو کې ورسره مخامخ شوي، لګښتونه زیات شوي او هم یې له امله د عملیاتو ساحه محدوده شوې ده.
په اعلامیه کې توماس نیکلاسن له افغانستان سره د اروپایي اتحادیې بشري مرستو ته په اشاره وویل چې نړیوالو غیردولتي موسسو چې له ۲۰۲۱ کال راهیسې یې د اروپایي اتحادیي د ۱،۶ ملیارډه ایرو بشري او نورو اساسي مرستو ډیره برخه افغانانوته رسولي هم د هغو راپورونو په اړه اندیښنې څرګندې کړي چې څو ورځې مخکې په کندهارکې د کابینې د غونډې په تړاو خپاره شوي وو.
ویل شوي چې په دې غونډه کې په افغانستان کې د نړیوالو غیردولتي موسسو پرفعالیت او حضور د سختو محدودیتونو لګولو وړاندیز شوی.
خو د نیکلاسن په خبره له چارواکو سره په لیدنو کتنو کې یې هغوی ته ویلي چې که دغسې پریکړه شوې وي او هغه عملي شي، نو هغه به په افغانستان کې اړو خلکو ته د دوی د مرستو رسولو پروړتیاوو خورا منفي اغیزې ولري خو د ده په خبره هیڅ یوه چارواکي په دې اړه وضاحت ورنکړ.
د افغانستان لپاره د اروپایي اتحادیي ځانګړي استازي توماس نیکلاسن په خپره شوې اعلامیه کې همدارنګه ویلي چې د طالبانو د ریاست الوزرا د سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په ګډون له یوشمیرجګپوړیو چارواکو سره په لیدنو کتنو کې یې د هغه شفاهي امر په اړه هم اندیښنه ښکاره کړې چې د ډسمبرپه دوهمه په افغانستان کې د څه باندې ۱۸۰ طبي زده کړو په مرکزونو کې د ښځو او نجونو پرزده کړو د بندیز لپاره ورکړل شوی دی. خو د نوموړي په خبره په دې غونډو کې هیڅ یو چارواکی ندی توانیدلی چې موږته دا مسله سپینه کړي چې ولې دغه امرصادر شوی او د ښخو او ماشومانو پرروغتیا د احتمالي ناوړه پایلو ستونزې به یې په څه ډول هواروي.
ښاغلي نیکلاسن زیاته کړه چې چارواکو نه د دغې پریکړې د بیرته اخیستو او نه هم د نجونو او ښځو پرمنځینو، ثانوني او لوړو زده کړو د لګول شوي بندیز د لغوه کولو په اړه چې له درې کلونو راهیسې نافد دی، د کومو څرګندو پلانونو یادونه ونکړه.
د افغانستان لپاره د اروپایي اتحادیې ځانګړي استازي توماس نیکلاسن چې تیره اونۍ د پنجشنبې په ورځ یې له کابل څخه له روانیدو مخکې په یوه خبري غونډه کې د افغانستان وضعیت ته جدي اندیښنه ښودلې وه، په خپره شوې اعلامیه کې بیا پردې مسلي ټینګارکړی. هغه د افغانستان وضعیت ډیرد اندیښنې وړوباله. " زه افغانستان په داسې حال کې پرېږدم چې لاهم د دغه هیواد اوسني، بشري، سیاسي، د بشري حقونو او اقتصادي وضعیت ته په ټوله کې هغه حالت ته ډیره اندیښنه لرم چې ښکارې دا هیواد د طالبانو د وروستیو فرمانونو او پریکړو په پایله کې پرهغه لوري روان دی."
خو ښاغلي نیکلاسن ټینګاروکړچې دی تراوسه له افغانستان سره پر تعامل باور لري نه دا چې پرمخ یې ورونه وتړل شي او هیله من دی چې دوی داسې لارې چارې ومومي چې د دې هیواد د راتلونکې په اړه بحثونو کې د افغان ځوانانو او متخصصینو او نورو مختلفو لورو غږونه شامل وي.
د ۲۰۲۱ کال په دوبي کې چې طالبان بیا پرافغانستان واکمنان شوي، له بشري حقونو څخه د سرغړونو د تورونو په ګډون دا تورهم پرې لګول شوی چې ټول واک یې په خپل لاس کې اخیستی او د دې هیواد نورې پرګنې یې په حکومت کې ندي شاملې کړي.
داچې سرپرست حکومت یې تراوسه د نړۍ هیڅ یوه هیواد په رسمیت ندی پیژندلی، یوعمده دلیل یې هم له بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو پرحقونو تیری بلل کیږي.
ښځې له منځنیو او لوړو زده کړو، د ملګروملتونو په ګډون په نادولتي موسسو او ډیرو دولتي ادارو کې له کارکولو راګرځول شوي او د ټولنې په نورو برخو کې د ښځو پرفعال ګډون هم محدودیتونه وضع شوي دي.