د امريکا د دفاع وزير رابرت ګېټس وايي چې امريکايي پوځ به د بيګناه ملکی افغانانو د مرګ ژوبلې د مخنيوي لپاره په افغانستان کې د خپلو پوځي عملياتو او هوايي بمبارۍ په اړه له سره غور وکړي. په همدې حال کې د بشري حقونو د څار سازمان په افغانستان کې له هوايي بمباريو څخه د کار اخيستو په برخه کې د امريکايي چارواکو د بيا غور د ژمنې هرکلی کړی.
د امريکا د دفاع وزير وويل په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو نوي ټاکل شوي قوماندانانو ته به دا ستونزه ورله غاړې وي چې د ناټو په مشرۍ د ځواکونو دامنيت او په هوايي بمباريو کې دملکي وګړو د مصوونيت ترمينځ توازن وساتي. ګېټس چې پرون د سنا دپوځي خدماتوکميټې ته وينا کوله وويل: موږ لاهم هوايي بمبارۍ ته اړتيا لرو خو په هغه صورت کې چې زموږ ځواکونه غوښتنه وکړي. ده زياته کړه: دا په دې پورې اړه لري چې موږ په کوم موقف کې يو، يعنی په دفاعي حالت کې يو که تعرضي حالت کې، خو ګېټس په ډاګه کړه چې د خپل ځان د دفاع په صورت کې به په اوسني حالت کې هېڅ راز بدلون رانشي. ګېټس وويل موږ بايد د خپلو سرتېرو د ژوند ساتنه وکړو. د امريکا د دفاع وزير د خپلو خبرو په دوام وويل که موږ په تعرض کې يو بايد د عملياتو مفهوم او پلان جوړولو ته په دقت سره کتنه وکړو او هڅه وکړو چې تروسې وسې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې کچه راټيټه کړو.
د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې د مخنيوي لپاره د هوايي بمبارۍ په اړه د بياغور خبره د فراه ولايت د بالابلوک ولسوالۍ د ګراني په نوم کلي کې د ملکي وګړو پر مرګ ژوبله د افغان حکومت له اعتراض وروسته راپورته شوه. افغان چارواکي وايي په دې پېښه کې يوسل او څلوېښت تنه وژل شوي دي چې په دې ډله کې پنځه نوي له اتلسو کالو واړه ماشومان وو. د امريکا پوځ وايي چې تحقيقات يې دوام لري خو ټينګار کوي چې د ملکي تلفاتو په ورکړل شويو ارقامو کې مبالغه شوې ده.
له ښاغلي ګېټس مخکې، په منخني ختيځ او جنوبي آسيا کې د امريکايي ځواکونو د مرکزي قواوو عمومي قوماندان ديويد پېترايوس هم ژمنه کړې وه چې په افغانستان کې مېشت ځواکونه به له دې وروسته له هوايي ځواک څخه د کار اخيستو په برخه کې زيات غور وکړي.
د بشري حقونو د څار ډلې د امريکايي چارواکو د دې پرېکړې ستاينه کړې ده. د بشري حقونو د څار ټولنې د آسيا د برخې ډايرکټر برډ اډامز د ښاغلي پېترايوس ژمنو ته اشاره وکړه او ويې ويل افغانانو مخکې هم د امريکا د پوځي چارواکو دا ډول ژمنې اورېدلي چې وايي د ملکی تلفاتو د مخنيوي لپاره به هر ممکن اقدام وکړي. ده زياته کړه: خو که امريکايان غواړي چې اعتماد پرې وشي نو د بالابلوک پېښه بايد د دې ډول سرغړونو وروستۍ وي. ښاغلي ادامز همداراز وويل: د پېترايوس د بياکتنې نتيجه بايد په افغانستان کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې کمول وي.