د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۳ لیندۍ ۱۴۰۴ کابل ۰۹:۰۷

د هلمند د بېلابېلو سیمو اوسېدونکي د بُست تاریخي کلا ته د ورغلي سړک د رغونې غوښتنه کوي


د بُست تاریخي کلا ته د ورغلي سړک یوه برخه
د بُست تاریخي کلا ته د ورغلي سړک یوه برخه

د هلمند ولایت یو شمیر اوسېدونکۍ وايي، بُست کلا ته غځېدلی سړک په بشپړ ډول د لمنځه تللو په حال کې دی. خلک وايي، بُست کلا شته خو سړک ورته نشته، نو سیلانیان به څنګه ورشي؟

د هلمند ولایت یو شمیر اوسېدونکي دې کلا ته د غځېدلي ډبرین سړک د ژر بیا رغولو غوښتونکي دي، هغه چې په بشپړ ډول د لمنځته تلو په حال کې دی او طالب سیمه ایز چارواکي یې په اړه غلي دي.

د بُست کلا د سیمې اوسېدونکي انجنیر ندا محمد بُستي ازادي راډیو ته وویل"بُست کلا ته د هېواد د ۳۴ ولایتونو د ولسونو د سیلانیانو تر څنګ بهرني سیلانیان هم راځي خو بدبختانه، له څو لسیزو راهیسې د بوست تاریخي کلا سړک چې ډیر د تخریب په حالت کې دی، سیلانیان چې پرې تګ راتګ کوي ډیر په ستونزو کې دي، خو نه خصوصي سکتور ورته توجه کړې او نه دولت ورته خاصه توجه کړې ده."

هلمندیان وايي چې که د بست د تاریخي کلا سړک ورغول شي دې سیمې ته د سیلانیانو تګ راتګ به هم زیات شي.

ښاغلی بُستي وايي، دا مهال په نورو ورځو کې لسګونه او د جمعې په ورځو سلګونه سیلانیان د بُست کلا لېدو ته ورځي چې د هلمند د اوسېدونکو تر څنګ د نورو ولایتونو اوسېدونکي او بهرني سیلانیان هم پکې شامل دي.

د سیمې بل اوسېدونکی او خبریال عبدالمنان دانش هم د ورته موضوع په یادولو سره وايي، که لاره سمه وي بُست کلا ته به د سیلانیانو په شمیر کې زیاتوالی راشي او د سیمې د خلکو کار او بار به هم ورسره وغوړېږي.

خو نوموړی زیاتوي چې د سیمې د اوسېدونکو له بیابیا غوښتنې سره سره دې موضوع ته هیڅ پاملرنه نه ده شوې.

ښاغلی دانش وايي"د دې سیمې اوسېدونکو په وار وار له دولت دا غوښتنه کړې چې دا سړک باید ورغول شي خو متاسفانه نه په تیر حکومت کې او نه هم اوس ورغول شو، زمونږ غوښتنه له مسوولینو دا ده چې د بُست کلا ډبرین سرک چې فقط اته نیم کیلو متره اوږدوالی لري راته ورغوي."

ازادي راډیویي مجله: د بست کلا له ګواښ سره مخامخ ده
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:40:35 0:00

د هغه په وینا که څه هم د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او کلتور مخکیني وزیر خیرالله خیرخواه له بُست کلا څخه د لېدنې پر مهال ژمنه کړې وه چې دا سړک به د یاد وزارت په بودیجه ورغوي، خو لا نه دی رغول شوی.

د بست تاریخي کلا
د بست تاریخي کلا

د هلمند د مرکز لښکرګاه ښار جنوب ته پرته د بُست کلا د افغانستان له لرغونو ابدو څخه ده چې يونيسکو د نړۍ په کلتوري میراثونو کې هم ثبت کړې ده.

د بست کلا پر ډبرین سړک نه یوازې د بست د دې سیمې بلکې د شاوخوا ولسوالیو اوسېدونکي هم تګ راتګ کوي.

په هلمند کې ټولنیز فعال صفي الله عزیزي د بُست کلا د تاریخي اهمیت په اړه له آزادۍ راډیو سره په خبرو کې وویل"بُست کلا د هلمند ولایت غرور، تمدن، تاریخ او یوه له مهمو نشانونو څخه ده. دا کلا د سیند په غاړه د بُست د تاریخي ښار په زړه کې موقعیت لري. د دې بارزښته کلا تاریخ لږ تر لږه درې زره کاله دی او دا سیمه یو وخت د ساسانیانو، غوریانو، غزنویانو او تیموریانو د حضور شاهده پاتې شوې ده. د دې کلا معیاري دروازې، زینې، برجونه او زړې خښتې د یوه معیاري تمدن نښه ده."

د سیمې د خلکو په خبره دا کلا د وروستیو کلونو د جګړو پر مهال زیانمنه شوې هم ده او د دوی په وینا بیا رغونې ته اړتیا لري.

د بُست کلا اوسېدونکي شاه جهان نوري په دې اړه ازادي راډیو ته وویل"زمونږ هیله دا ده چې بُست کلا ته چې یوه تاریخي کلا ده د دولتي چارواکو له خوا توجه وشي اوکوم ځایونه چې په بُست کلا کې دننه دي، اتاقونه دي او شا او خوا دیوال یې دی، د دې د جوړولو چارې دې پیل کړي."

د کورنیو رسنیو د راپورونو پر بنسټ تېر جمهوري نظام د دې کلا بیارغولو ته ۱۴ ملیونه افغانۍ ځانګړې کړې وې خو خپله هم ړنګ شو او دا چاره هم تر سره نه شوه.

د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ویاند خبیب غفران د بست کلا د سړک د نه جوړېدو د شکایتونو په اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې او دهلمند لپاره د طالبانو د حکومت د والي ویاند ریاض هلمندي هم له ژمنې سره سره په دې اړه څه ونه ویل.

د سیمې اوسېدونکي وايي، د بست کلا په ډبرین وران، ویجاړ سرک د سیلانیانو او د دغه سیمې او مرکز ګرشک د لوی کاریز د اوسېدونکو تر څنګ د هلمند ولایت د څلورو نورو ولسوالیو، خانشین، دیشو، بهرامچې او ګرمسیر ولسوالیو اوسېدونکي هم تګ راګ کوي چې په بېلابیو برخو کې له ستونزو سره مخامخ شوي دي.

XS
SM
MD
LG