د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۷ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۸:۱۵

سوريه: نښه ويشتونکو د جنازې ګډونوال په نښه کړل


راپورونه وايي، د سوريې امنيتي ځواکونو پرون د جنازې پر ګډونوالو په ډزو کې شپږ کسان ووژل. په ځينو راپورونو کې د وژل شويو شمېر ٨ ښوول شوى دى.

پرون د سوريې امنيتي ځواکونو په ډزو شپږ تنه د جنازې هغه ګډونوال ووژل، چې د جمعې د ورځې په مظاهرو کې يې د وژل شوېو لسګونو حکومت ضد مظاهره چيانو په جنازو او وير کې برخه اخيستې وه.

عيني شاهدانو وويل، نښه ويشتونکو د مرکز دمشق په دوما سيمه کې د جنازې پر ډلې له بامونو ډزې وکړې او لږ تر لږه څلور کسان يې ووژل. فعالان وايي د جنازې پر بلې ډلې په جنوبي کلي ازرع کې ډزې وشوې او دوه کسان هلته ووژل شول. په ځينو راپورونو کې ويل شوي، چې په پرونيو ډزو کې ٨ کسان وژل شوي دي.

تر دې يوه ورځ مخکې هم په دې هېواد کې په لسګونو مظاهره چيان د ډزو په نتيجه کې ووژل شول، دا د ولسمشر بشار الاسد د رژيم پر خلاف تر ټولو خونړۍ مظاهره ګڼل شوې ده، چې نړيوالو هم غندلې ده.

د امريکا ولسمشر بارک اوباما وويل، د مظاهرو د کرارولو لپاره د ظالمانه تاوتخريوالي کارول بايد ژر تر ژه ودرول شي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي بنکي مون د دغو مظاهره چيانو د وژنو د شفافو تحقيقاتو غوښتنه وکړه او له ولسمشر بشار الاسد څخه يې وغوښتل چې د بشر حقونو، د بيان ازادۍ او د سوله ييزو غونډو حق ته درناوى وکړي.

راپورونه وايي، د پايتخت دمشق په ګډون له شمال ختيځ ښار قامشلي څخه مظاهرې جنوبي ښار درعا ته هم وغزېدې:

(مخالفان د اساسي قانون اصلاحات غواړي، چې له مخې يي ولسمشر ځان د جمهوري رياست دوو دورو ته نه شي کانديدولاى.

ښاغلى اسد له ١١ کلونو راهيسې د سوريې ولسمشر دى، چې په ٢٠٠٠م کال کې يې د پلار حافظ الاسد تر مړينې وروسته دغه مقام ده ته ورسېد، د اسد پلار د ٣٠ کلونو لپاره پر سوريې واکمني کړې ده.)

د بشري حقونو ډلې وايي، د منځني ختيځ په دې تر ټولو استبدادي هېواد کې د تېرو پنځو اوونيو مظاهرو کې لږ تر لږه ٢٢٠ کسان وژل شوي دي.
XS
SM
MD
LG