د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۴۶

کابل ته د امریکا د لوی درستیز د سفر په اړه د کارپوهانو نظرونه


مایک مولن یو دوره يي سفر درلوده، چې له پاکستانه افغانستان ته راغی
مایک مولن یو دوره يي سفر درلوده، چې له پاکستانه افغانستان ته راغی

د امریکا د متحدو ایالاتو لوی درستیز د افغانستان له جمور ريیس حامد کرزي سره، د جمهوري ریاست په ارګ کې وکتل.

د افغانستان د جمهوري ریاست چارواکې وایي، چې د افغانستان جمهور ريیس کرزي او د امریکا د متحدو ایالاتو لوی درستیز جنرال مایک مولن له افغانستان سره د امریکا په دوامداره مرستو، په هیواد کې له بهرنیو ځواکونو څخه افغان ځواکونو ته د امنیتي مسئولیتونو پرسپارلو، د امریکا له خوا افغان اردو او پولیسو سره د تجیزاتو پر مرسته او د سیمې په روانو حالاتو خبرې اترې کړي دي.

د جمهور ريیس کرزي ویاند وحید عمر د جمعی په ورځ ازادي راډیو ته وویل، چې د مایک مولن سفر افغانستان ته له مخکې تنظیم شوی و او دا مانا نه لري چې ګواکې، کومو ځانګړو شرایطو مجبورکړی وي. ښاغلي عمر وویل:

″د ښاغلي مایک مولن سفر د ده د هغو سفرونو په لړ کې ترسره شو، چې دی معمولا افغانستان ته راځي ترڅو د خپلو عساکرو وضیعت له نږدې وګوري او پرون یې له ولسمشر کرزي سره هم کتنه درلوده. په دې کتنه کې د افغانستان، پاکستان او متحده ایالاتو د اړیکو او د افغانستان په نظامي وضیعت په باب خبرې وشوې او دا مجلس په یو دوستانه فضا کې ترسره شو.

مایک مولن یو دوره يي سفر درلوده، چې له پاکستانه افغانستان ته راغی او د پاکستان د سفر په اړه یې له ولسمشر کرزي سره هم خبرې وکړې او دا سفر له مخکې پلان شوی و.″

کابل ته د امریکا د لوی درستیز د سفر په هکله جمهوري ریاست یوه اعلامیه هم خپره کړې، چې په کې راغلي، جمهور ريیس کرزي په دې لیدنه کې کابل ته د پاکستان د صدراعظم یوسف رضا ګیلاني سفر ته هم اشاره کړې ده چې د افغانستان او امریکا بحث پرې ضروري دی.

په اعلامیه کې، د مایک مولن له اړخه ویل شوي، چې دی د کابل له سفره مخکې پاکستان ته هم تللی و.

مایک مولن دا هم ویلي، چې افغانستان سره د امریکا د مرستو ژمنې دوامداره دې او غواړي چې له بهرنیو ځواکونو څخه افغان ځواکونو د مسیولیتونو د سپارلو په موده دې هیواد سره نورې مرستې هم وکړي.

خو یوشمېر افغان پوځي کارپوهان وایي، دا سفرونه په افغانستان او سیمه کې روان کړکیچ نه شي کمولی.

د افغانستان د پوځ پخوانی جنرال، عبدالواحد طاقت دغه سفر کابل ته د پاکستان د صدراعظم له سفر سره ټړلی بولي.

″افغانستان ته د مایک مولن، د پاکستان زعماتو او یا هم نورو کلیدي اشخاصو راتګ، زموږ په ګټه نه دي او نه هم باید موږ دغو سفرونو ته هیله مند واوسیږو، موږ باید په خپل د افغانستان غمیزه حل کړو.

دوی نقش نه لري، چې د افغانستان او پاکستان تر منځ کړکېچ حل کړي، ځکه په خپله پاکستان نه غواړي، چې افغانستان دې یو باثبانه حکومت ولري.″

خو یوشمېر نورکارپوهان وایي، امریکا اوس په حقیقت پوهیدلی، چې د افغانستان د دولت د مخالفینو پټ ځایونه د پاکستان په قبایلي سیمو کې دی او غواړي، دې ستونزې ته د سیمې وضیعت مطالعه او تدابیر ورته ونیسي.
XS
SM
MD
LG