د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳۱ وری ۱۴۰۴ کابل ۱۱:۱۲

تراوسه طالبان په خپل تکتیک کې بریالي دي


په کابل کې خپریدونکو ورځپاڼو نن تر ډیره په پوځي او امنیتي تاسیساتو د وسله والو مخالفینو په حملو بحث کړی او د هغې عواملو ته یې کتنه کړې.

خدمتګار نا دولتي ورځپاڼې د وسله والو مخالفینو له خوا د ځان وژونکو حملو لپاره د پوځي یونیفورم کارول په تیرو څو کلونو کې یو داسې تکتیک بللی، چې د ورځپاڼې په وینا حکومت یې په شنډولو کې پاتې راغلی.

ورځپاڼې د وسله والو مخالفینو د دې تکتیک په وړاندې د ملي اردو او پولیسو چلند ناکامه بللی او لیکلي یې دي، چې دوی څو څو ځله له یوې سوړې وچیچل شول.

ورځپاڼې وړاندې په دفاع وزارت پرونۍ حملې او په تیرو لسو ورځو کې شویو حملو ته په اشارې لیکلي، چې وسله وال مخالفین د خپلې تګلارې په پلې کولو کې بریالي دي.

ورځپاڼې افغان دولت ته سپارښتنه کړې، چې په روانه جګړه کې په خپل چلند کې بدلون راولي او د وسله والو مخالفینو د وړتیاو په پام کې ساتلو سره دې یوه تګلاره جوړه کړي.

ارادې خپلواکې ورځپاڼې هم د خپل لومړي مخ غټ سرلیک د هیواد په دفاع وزارت شوې پرونۍ حملې ته ځانګړې کړې او په غټو ټکو سره یې لیکلي، چې د دفاع وزارت هم خوندي نه دی.

ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې بیا دا حملې د امنیتي ځواکونو د وړتیاو یوه ننداره بللې او لیکلي، چې د وسله والو مخالفینو دا ډول حملې په امنیتي ادارو کې د بې باورۍ لامل هم ګرځي.

ورځپاڼې د طالبانو له خوا د دا ډول حملو اهدافو ته هم کتنه کړې او لیکي، چې دوی هڅه کوي افغان امنیتي ځواکونو ته د امنیتي مسؤلیتونو د انتقال بهیر زیانمن کړي.

ملي ارمان نا دولتي ورځپاڼې هم د خپل بحث زیاته برخه په دفاع وزارت کې پرونۍ حملې ته ځانګړې کړې او هڅه یی کړې، چې د هغې عوامل بیا مومي.

ورځپاڼې که له یوې خوا په دفاع وزارت کې دننه د دا ډول حملې ترسره کول د وسله والو مخالفینو د وړتیاو یوه بیلګه بللې له بل لوري یی د دفاع وزارت مشران تورن کړي، چې د ملي اردو په لیکو کې د مخنیوي لپاره یی د ولسمشر کرزي فرمان ندې پلې کړې.

ورځپاڼې لیکلي، چې ښاغلي کرزي په خپل فرمان کې ددفاع وزارت په جوکاټ کې د ملي امنیت د یوې ادارې د جوړلو سپارښتنه کړې، چې د مخالفینو د نفوذ مسئله وڅاري، خو د ورځپاڼې په وینا ددفاع وزارت مشرانو ددې ادارې له جوړلو سره مخالفت وکړ.

هیواد دولتي ورځپاڼې بیا لیکلي، چې د وسله والو مخالفینو لخوا پرونۍ حمله په کومه لرې ولسوالۍ کې نه بلکه په دفاع وزارت کې دننه شوې، چې د امنیتي تدابیرو په اړه یی ژورې پوښتنې پورته کړي.

دې ورځپاڼې هم لیکلي، چې دا ډول حملې پداسې حال کې کیږي، چې د هیواد امنیتي ځواکونو ته د امنیتي مسؤلیتونو د انتقال بهیر د پیلیدو په حال کې دې او وسله وال مخالفین هڅه کوي، چې افغان ځواکونه کمزورې وښیۍ او دا بهیر ګډوډ کړي.

د ورځپاڼې په وینا په تیرو څو پرله پسې حملو کې، چې پکې د هیواد امنیتي چارواکي او پوځي مرکزونه په نښه شول له پوځي یونیفورم څخه کار اخستل شوې او پکار ده، چې د هغې جدي مخنیوې وشي.
XS
SM
MD
LG