ترکیې او پاکستان د چهارشنبې په ورځ په افغانستان کې د سولې له ټینګښت سره د همکارۍ ږغ وکړ، په دې کې له وسله والو طالبانو سره د خبرو مسله هم شامله ده.
البته په ترکیه کې وسله والو طالبانو ته د رسمي دفتر ورکول او د ترکیې په خاوره له طالبانو سره د سولې مذاکرو ته کښیناستل هغه مسله ده چې له ډيرې مودې راهیسې په مطبوعاتو کې بحثونه ورباندې کیږي.
د پاکستان او ترکیې ولسمشرانو اصف علي زرداري او عبدالله ګل دواړو په افغانستان کې د سولې د ټينګښت لپاره د زمیې برابرولو په برخه کې د مرستې ژمنه کړې خو دواړو د د داسې پلان د موجودیت خبره نه ده تاید کړې چې پر اساس به یې د سیاسي خبرو لپاره په ترکیه کې طالبانو ته دفتر پرانیستل شي .
د اسوشیتد پرېس په حواله، د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر احمد دولت اغلو ویلي چې د افغانستان د سولې د عالي شورا له مشر برهان الدین رباني سره د داسې یوه دفتر د پرانیستل کېدو په اړه خبرې کړي دي.
البته د دولت اغلو دفتر ویلي، چې په دې اړه د افغانستان د حکومت له خوا تر اوسه هیڅ ډول رسمي غوښتنه نه ده شوې.
د اسوشیتد په وینا، په افغانستان کې د روان کړکیچ د پای ته رسولو لپاره هره هڅه د پاکستان ملاتړ ته اړتیا لري په ځانګړي ډول د دې هېواد د امنیتي ادارو ځینۍ کړۍ چې ګومان کیږي په افغانستان کې له وسله والو ډلو سره اړیکي لري .
واشنګټن هم په دې هېواد کې کلونو راهیسې روانې لانجې د پای ته رسېدو لپاره د سیاسي جوړجاړي ملاتړ کړی دی، خو د چهارشنبې په ورځ د پاکستان او ترکیې ولسمشرانو په ګډ خبري کنفرانس کې په ترکیه د طالبانو لپاره د داسې دفتر د پرانیستل کېدو د پلان موجودیت نه دی تایید کړی.
د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري د دې پوښتنې په ځواب کې چې په ترکیه کې د داسې یوه دفتر د پرانیستل کېدو په صورت کې به پاکستان هلته میشتو طالبانو ته ترکیې ته د تګ اجازه ورکړي که نه وویل:
(موږ به هرې هڅې ته چې په افغانستان کې سوله ټینګوي لاره برابره کړو .)
عبدالله ګل پردې مسله په مستقیم ډول له خبرو ډډه وکړه، خو ويي ویل، ترکیه به له هر نوښت سره چې په افغانستان کې سوله ټینګولای شي همکاري وکړي .
اسوشتید پرېس لیکي، دا په داسې حال کې ده چې یو شمېر سخت دریځو طالبانو چې مشران یې د پاکستان په جنوب غربي سیمو کې میشت دي د افغانستان د حکومت له خوا د سولې هڅې رد کړې او ټینګار کوي چې په دې هېواد کې د بهرنیو ځواکونو تر موجودیت پورې د سولې خبرې امکان نه لري .
ترکیه هم د هغو هېوادونو په جمله کې ده چې د ناټو تر قومانده لاندې یې افغانستان ته عسکر استولي دي خو د ترکیې عسکر په جګړه کې برخه نه اخلي .