د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱ غویی ۱۴۰۴ کابل ۱۱:۵۸

په منځني ختیځ کې روان بدلونونه به د اوباما لپاره مهمه ازموینه وي


ډیرکارپوهان په دې اند دي، چې په منځني ختیځ کې روان بدلونونه به د ولسمشر اوباما د بهرنۍ پالیسۍ لپاره ډیره مهمه ازموینه وي.

دا ولسمشر چې خپله لا په اسانه وخت کې دفتر ته نه وو راغلی د منځني ختیځ انقلابونو له سختو ننګونو سره مخامخ کړ، ها خوا دا اونۍ په دوه خبري راپورونو کې د پاکستان غوښتنه راغله، چې د القاعده او طالبانو په شاه تمبولو ته یې په خپله خاوره کې د هغوې پر ضد د بې پیلوټه الوتکو د حملو د کمولو غوښتنه کړې او بله دا چې ایران په اټومي برخه کې د نوېو پرمختګونو ادعا کوي.

په ځانګړې توګه د ایران خبر ډیر نارامونکی وو، ځکه د ایران اسلامي رژیم د مصر له انقلابه او په بحرین کې له نارامیو د لنډ مهال لپاره ګټه پورته کړه.

د پیاوړې مصري مشر حسنې مبارک ګوښه کېدل، چې د ایران لوی دښمن بلل کیده او په بحرین کې د شیعه مظاهره کونکو ځپل چې د شیعه ګانو د پاڅون ګواښونه په بحرین او ختیځ سعودي عربستان کې رابرسیره کوي هغه څه دي چې ایران له ډیرې مودې ورته تږی وو.

په سیمه کې له نارامیو سره د تیلو بیه هم اوچته شوه او د ایران لپاره یې پر دې هېواد د اقتصادي بندیزونو زغم اسانه کړ، چې د اباما د ادارې له خوا هم اهنګه شوی وو .

د مصر انقلاب څو ورځې وروسته له هغې پيل شو، چې د ایران ستر مذهبي مشر علی خامنه د نړۍ د شپږو قدرتونو له خوا د تهران د اتومي پروګرام په اړه د خبرو اترو وروستي تمایل په زغرده رد کړ.

تر هغې وروسته د دیپلوماتیکو اړیکو هیڅ څرک نه لګي، خو ایران د خپل اتومي پروګرام د ظرفیت په پراختیا بوخت دي.

په تیرو نژدې ورځو کې ایراني چارواکو اعلان وکړ، چې د یورانیمو د غني کولو لپاره نوي سنترفیوژونه په بریالی توګه ازمایل شوی دی او د راتلونکې میاشتې له پيله به هغه ریکتور هم کار پیل کړي چې روسیې ورته جوړ کړي دی .

د سنترفیوژونو پرمختګ ډیر مهم دی ځکه ایران تر اوسه په ډیرو سستو او بې کاره سنترفیوژونو باندې اتکا کوله، داسې ښکاري چې د دوې ډیر شمېر د سافیت ویرونو د تخریب په واسطه زیانمن کېدل. د راپورونو له مخې اوس ډیر پرمختللی ماشینونه چې تر پخوا شپږ برابره تیز دی کار کوي.

ایران اوس له درې زره شپږ سوه کیلو ګرامو څخه ډیر په ټیټه سطح غني شوي یورانیم لري، چې د دوه اتومي بمونو د جوړلو لپاره کافي دي.

څو میاشتې مخکې د ولسمشر اوباما د ادارې چارواکو د ایران په اړه په اطمینان خبرې کولي، چې له بندیزونو سره په تنګسې کې دي او په دې توګه به یې لارې ته کړي او داسی ښکارېدل چې دا هېواد خبرو ته تیار دی، خو اوس د خبرو څرک نه لګیږي.

د اقتصادي فشارونو خبره اسانه شوې او یو وار بیا کیدای شي چې د ایران په اتومي پروګرام کې یو پیاوړې خوزښت رامنځ ته شي .
XS
SM
MD
LG