د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۱

امریکایي الوتکې خپل پوځیان وویشتل


د افغانستان په جنوب کې له رپوټونو سره سم امریکایي الوتکو خپل پوځیان ویشتي دي،د امریکا د دفاع وزارت چارواکي وایي، چې د دې پېښې تحقیقات روان دي.

امریکایي پوځي چارواکي وایي، په افغانستان کې د هغې پېښې تحقیقات کوي چې شک کیږي د یوې بې پيلوټه الوتکې په برید کې دوه امریکایي پوځیان وژل شوې دي.

وژل شوې کسان شپږ ویشت کلن جیرمي سمیت دی او بل یې درویشت کلن بنیامین ریست دی.

د امریکا دفاع وزارت په دې اړه له تبصرې کولو ډډه کړې ده، خو دومره یې ویلې دي چې د سمیت او ریست د وژلو د پېښې تحقیقات روان دي.

اما پوځي چارواکو رویټرز اژانس ته په دې شرط چې نوم به یې نه اخلي ویلې دي چې د لومړنیو ترلاسه شوېو اطلاعاتو له مخې دا پوځیان د افغانستان په جنوب کې له هوا په توغندي لګیدلي دي.

دغو چارواکو زیاته کړه، چې تر لاوسه لا تحقیقات روان دي او نه دې بشپړ شوې.

له نژدې لسو کلونو راهیسې په افغانستان کې تر یونیم زر ډیر امریکایي عسکر وژل شوې دي، چې زیاتره یې د سړک د غاړې د بمي چاودنو قربانیان دي.

په افغانستان کې عادتا بهرني پوځیان د جګړې پر مهال د مرستې لپاره له هلکوپترو او جټ الوتکو مرسته غواړي خو بې پیلوټه الوتکې د مخالفو وسله والو د تعقیب لپاره کارول کیږي.

این بي سي تلویزیون د لومړي ځل لپاره په هلمند کې د دوو امریکایي عسکرو د وژلو خبر خپور کړ او څرګنده یې کړه چې دوي هلمند په سنګین ولسوالۍ کې پوځي ماموریت ترسره کاوه چې تیره اونۍ ووژل شول.

د امریکایي الوتکو په بریدونو کې ورته تیروتنې مخکې هم شوې دي. د فبروري په میاشت کې دغو الوتکو په رزګان کې څو موټره په نښه کړل او ګومان یې وکړ چې طالبان دي خو په دې موټرو کې ملکي افغانان وو او نژدې شل تنه ووژل شول چې درې یې ماشومان او یوه میرمن وه.

په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو په هوایي بریدونو کې په وروستیو کې په کونړ کې هم تر لسو ډیر ماشومان ووژل شول، خو امریکایي پوځي چارواکو له دې پېښې وروسته وویل چې دوی تل هڅه کړې ده چې په جګړو کې د ملکي تلفاتو مخه ونیسي اما کله ناکله تیروتنه کیږي.
XS
SM
MD
LG