د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۵

فضا ته د یوري ګاګارین د تګ د ۵۰کلیزې د لمانځلو لپاره تیاری


یوري ګاګارین
یوري ګاګارین
روسي مقامات فضا ته د لومړي انسان یوري ګاګارین د تګ د پينځوسمې کالیزې د لمانځلو تیاری نیسي.

د پخوانۍ شوروي اتحاد په وخت یوري ګاګارین په یو سلو اته دقیقو کې د ځمکې له مدار څخه ووت او د ځمکې د مدار دوره یې ووهله .

د روسیې فضايي ادارې ویلي، چې د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو څخه یې د لږترلږه نهه څلویښت ادارو استازي او هغه فضا نوردان چې د پخواني شوروي او بیا د روسیې له فضايي ادارې سره فضا ته تللي رابلل شوي دي .

فضا ته د یوري ګاګارین سفر یوازې د روسیې نه بلکه د ټول بشريت لپاره ستر بری بلل کیږي او له دې امله ټاکل شوې چې د دې سفر د پنځوسمې کالیزې په مناسبت د لږ تر لږه ۵۴ هېوادونو کې ځانګړي مراسم تر سره شي .

د امریکا نړېوالې فضايي ادارې ناسا د یوري ګاګارین په نامه یو نندارتون پرانیستی چې زرګونو زده کونکي یې تر اوسه سیل ته ورغلي دي .

په لندن کې به هم د یوري ګاګارین د ژوند او کار په ارتباط مستند فلمونه خپاره شي ، لکچرونه به ورکړل شي او د ( بریتش کونسل ) مخکې ته به یې له مجسمې پرده پورته شي .

همدا راز ټاکل شوې چې د سې شنبې په ورځ د ټیمز دریاب جنوبي خوا ته خلک د یوري ګاګارین په یاد دقیقا په هغه دقیقه چې دی په فضايي راکټ کې له ځمکې والوت مارش وکړي.

یوري ګاګارین د نونس سوه یو شپيته کال د اپریل په دولسمه نېټه د قزاقستان د بایکنور له فضايي سټیشن څخه فضا ته سفر پيل کړ .
XS
SM
MD
LG