د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۴

د عامه نظم د پولیسو ځانګړی کنډک پرانستل سو


دغو پولیسو ته د عامه نظم د ګډوډیو د مخنیوي په اړه په بیلا بیلو برخو کې روزنه ورکړل شوې ده.
دغو پولیسو ته د عامه نظم د ګډوډیو د مخنیوي په اړه په بیلا بیلو برخو کې روزنه ورکړل شوې ده.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د پولیسو په لیکو کې د عامه نظم ځانګړی کنډک پرانیست چې د جوړېدو هدف یې په مظاهرو کې د تاوتریخوالي او نورو عامه بې نظمیو مخنیوی ښودل سوی دی.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، په پلان کې لري، چې پر کابل سربیره په نږدې راتلونکې کې په هرات، کندهار او پکتیا کې هم عامه نظم د پولیسو ځانګړي کنډکونه جوړ کړي.

د عامه نظم د پولیسو ځانګړي کنډک ته چې په کابل کې جوړ شو، په مظاهرو د تاوتریخوالي په ګډون د عامه نظم د ګډوډیو د مخنیوي په اړه په بیلا بیلو برخو کې روزنه ورکړل شوې ده.

د دې کنډک د پرانستلو په مهال د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال جنرال عبدالرحمان رحمان وویل، چې د عامه نظم پولیس د ملي پولیسو د ملا د تیر حیثیت لري.

“زموږ لومړی ملاتړی غونډ نن پرانستل کیږي، په کندهار کې چې زموږ دوهم غونډ دی، روزنه یې بشپړه شوې اوس یې تجهیز کیږي، هیله لرم چې د رواني میاشتي تر پایه د هغه غونډ د پرانستني هم شاهدان و اوسو او دریمه او څلورومه لوا وي هم په روزنه کې دي او هیله ده په نژدې میاشتو کې هغه هم پرانستل شي.”

د عامه نظم د پولیسو قومندان جنرال زمري پیکان خبریالانو ته وویل، چې دغه کنډک ۳۱۰ سرتیري لري او په ۶ میاشتو کې روزل شوی او د پرمختللو وسایلو لرونکی دی.

د دې پولیسو د چارواکو په خبره چې د اړتیا پر وخت به د هیواد هري سیمي ته دغه پولیس ولیږي.

د دې کنډک یوه سرتیري ازادي راډیو ته وویل:
"زما نوم فضل الربي دی. په لومړي سر کې مو ۴ میاشتنی اکاډمي په هرات کې لوستې، چې په نظامي برخو کې مو زده کړې وکړ او پاتې زده کړې دلته په دې کنډک کې ترلاسه کوو، نو له ټولو ځوانانو څخه مو هیله دا ده، چې په د ملي اردو او ملي پولیسو په صفونو کې ورګډ شي.

له چارواکو څخه هیله لرو چې موږ حمایه کړي او عام وګړي له موږ سره همکاري وکړي. "

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په څلورو ولایتونو کې د عامه نظم د پولیسو د ځانګړو کنډکونو د جوړولو خبره داسي وخت کوي، چې په هیواد کې ډیر کله سولیزي مظاهرې په تاوتریخوالي بدلیږي.

په مزار شریف او کندهار کې په وروستیو مظاهرو کې لسګونه کسان مړه او ټپیان شوه.

د راپورونو پر اساس اوس مهال د عامه نظم د پولیسو شمېر تر ۱۲زرو اوړي خو چارواکو تمه ښوولې چې دغه شمېر به یو کال وروسته شل زرو ته ورسیږي.

راپور: معصوم میوند- کابل
XS
SM
MD
LG