د امریکا متحدو ایالاتو په پوځ کې د ښځينه عسکرو په نوښت یو کال مخکې د افغانو ښځو د زړونو او ذهنونو د ګټلو یو پروګرام پيل شوی دی.
د دې پروګرام په ترځ کې ښځينه عسکرې په لرې پرتو کلیو کې کورونو ته ځي او له ښځو سره د ژوند په بیلا بیلو مسایلو خبرې کوي او هغوي ته مالومات ورکوي.
سره له دې چې دوی د جګړې په لومړۍ کرښه کې د وسله والو طالبانو په ضد جګړه کې برخه نه اخلي، د افغانو ښځو د زړونو او ذهنونو د ګټلو لپاره د مبارزې په لومړۍ کرښه کې ولاړې دي.
دوی په کلیو کې د ګزمې پرمهال په وسلو، د مرمیو ضد واسکټونو او خولیو او پوښلې وي، خو کله چې یې څوک خپل کور ته ور بولي نو له ښځو سره د ژوند په ورځینو مسایلو د خبرو لپاره وسله د خونې په یوه کونج کې کیږدي او پړوني پرسر تړي.
د دوی هدف د افغانستان په ډيرو مهمو ستراتیژيکو سیمو کې د امنیتي مسولیتونو د انتقال د پروسې تر پيل مخکې د افغان حکومتي قواوو لپاره د ملاتړ ټينګول دی.
په ګرمسیر کې یوې امریکايي عسکرې سوانا مالیندوسکي فرانس پرس اژانس ته ویلي:
"په ځيني ځایونو کې له داسې افغانانو سره هم مخامخ کیږو، چې وايي، هیڅ مهمه نه ده چې ښځې یاست که نه یاست، زموږ له میرمنو سره نه شي کښينستلای."
مالیندوسکي د خپل درې کلن زوي عکس ته په اشاره کې ویلي:
"کله کله سخته وي چې داښځې په خبرو راولې خو زه یې ورته تشریح کوم، چې ولې له خپلې کورنۍ څخه لرې راغلې یم او خپل کوچنی ماشوم مې په کور پرایښی دی. په دې خبره موږ پوهیداي شو ځکه دوی هم میندي دي او زه هم مور یم."
دا د ګزمې په وخت کې هم د خپل درې کلن زوی عکس په بټوه کې ورسره ګرځوي.
دوِ، افغانې ښځې د اقتصادي ودې لپاره د مسلکی پروګرامونو پر اهمیت پوهوي او هڅه کوي، چې د نورو ټولنیزو مسایلو لکه روغتیا او تعلیم په اړه د خبرو له لارې په سیمه کې د طالبانو د ريښو غزولو مخنیوی وکړي.
البته دوی ځای ځای ځیني استخباراتي معلومات هم راغونډوي، خو امریکايي ځواکونه داسې او ځيني نورې حساسې مسالې نه راپورته کوي لکه په کورونو کې د ښځو په وړاندې زیاتی.
دې ښځینه عسکرو ویلي، چې ډير کله د کلیو خلک په دې لیدنوکتنو کې دوی ته د چاودیدونکو موادو د پټو ځایونو او داسې نورو مسایلو په اړه معلومات ورکوي.
د امریکا د پوځ څلویښت تنو ښځینه عسکرو دوه کاله مخکې په خپله خوښه په هلمند او نیمروز ولایتونو کې د خدمت پریکړه وکړه او ویې ویل چې غواړي له ښځو سره د خبرو اترو په دې پروګرام کې شاملې شي.
دوی مخکې د خوراکي موادو په رسولو، لوژستیک او انجینري مسایلو کې له امریکايي عسکرو سره کمک کاوه.
دا اسانه کار نه دی. دوی سره له دې چې په مخامخ جګړه کې برخه نه اخلي خو ډير کله د جنګ په سیمو کې ویشتل کیږي او یا یې هم د نارینه عسکرو له خوا خدمت ته ډير جدي نه ګتل کیږي.
له افغانو ښځو سره د خبرو اترو د ټیم یوه بله غړې چې د امریکا په سمندري قواوو پورې اړه لري وايي:
"دا د جګړې لومړۍ کرښې ته د سمندري قواوو د ښځینه عسکرو د ور نږدې کیدو وروستی حد دی."
د دوی لپاره په افغانستان کې پوځي ماموریت هغومره دروند دی لکه نارینه وو عسکرو ته چې دی. د ښځينه عسکرو په کورني ژوند د دې ماموریت اغیز د پاملرنې وړ دی.
مالیندوسکي وايي، کوچنی زوی یې حتی اوس په دې پوهیږي، چې کله یې مور په ستر بس موټر کې سپره شي نو د ډیرې مودې لپاره به بیا نه راګرځي نو له دې امله یې له بس موټرو څخه ښه نه راځي.
د امریکا پوځ وايي، له افغانو ښځو سره غږیدل او د هغوی د نظر اوریدل د دوی د پوځي ستراتیژۍ یوه مهمه برخه ده، خو دا کار له خطرونو ډک دی.
خو د امریکا د سمندري ځواکونو عسکره مالیندوسکي په ګرمسیر کې د فرانس پرس اژانس ته ویلي:
"کله چې خپل زوي ته وایم، چې په افغانستان کې مې کار لا پاتې دی او لاهم کورته نه شم راتلاي، یوازې دومره وايي، چې مورې افغانستان مې نه خوښیږي."