د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۳

د منځني ختیځ د سولې لپاره نوی پلان


د اسراییلیانو یو شمېر مخورو چې په کې د اسراییل پوځي مشران او د استخباراتي ادارې موساد یو مشر هم په کې شامل دي، د سولې پلان وړاندې کړی دی.

دا پلان به چهارشنبې رسما په تل ابیب کې وړاندې شي. دې پلان ته د اسراییلو د سولې د ابتکار نوم ورکړل شوې دی.

د اسراییلیانو یوه معتبرې ډلې چې په کې د پوځ او استخباراتو پخواني معتبره مشران هم شامل دي د منځي ختیځ د سولې جامع پلان وړاندې کړی دی. د دې پلان له مخې به لویدیځه غاړه، غزه او د ختیځ بیت المقدس په ډیره برخه کې د فلسطنیانو حکومت وي.

د سولې دا وړاندیز په دوو مخو کې لیکل شوی دی او څلویښت اسراییلیانو پرې لاسلیک کړی دی.

په ډې وړاندیز کې ویل شوې دي چې په عربي هیواد کې د وروستیو پاڅونونو په الهام کې تیار شوی دی. دا وړاندیز همداراز د عربي اتحادیې د سولې پلان په ځواب کې تیار شوی دی. عربي اتحادیې په دوه زره دوهم میلادي کال کې او بیا پنځه کاله وروسته د سولې پلان طرح کړی و.

ټاکل شوې ده چې دا پلان د چهارشنبې په ورځ رسما په تل ابیب کې وړاندې شي. په دې پلان کې د نولس سوه اووه شپیتم کال د تړون له مخې باید سرحدات ومنل شي.

د دغه تړون له مخې په لویدیځه غاړه کې اووه فیصده خاوره د اسراییل وه چې اوس هلته اسراییل د یهودانو لپاره پراخ میشت ځایونه ودان کړې دي.

د سولې د وړاندیز له مخې به د بیت المقدس هغه سیمه چې یهودان پکې ډیر دي د یهودانو وي او هغه سیمه چې فلسطنیان پکې زیات دي د فلسطنیانو وي. خو خبره د مقدسو ځایونو ده؟

په عربي هیوادو کې میشت فلسطیني مهاجر د وړاندیز له مخې کولای شي چې بیرته فلسطیني سیمو ته وګرځي البته که چیرته د اسراییلو خاورې ته ورځي استثنی به پکې وي.

اسراییل به په نولس سوه اووه شپیتم کال د جګړې پر مهال د جولان نیولې لوړې هم بیرته تدریجي د پنځو کلونو په مخه پریږدي.

په لندن کې د چاتم هاوس د څیړنیز مرکز د منځي ختیځ او د افریقا د شمال د برخې غړی ( یوسي میکیلبیرګ) اندیښنه لري چې دا پلان به بریالی شي:

« زه فکر کوم چې دا پلان به پرمخ ولاړ شي. زما په فکر په فلسطینیانو کې د حماس او فتح تر منځ بیلتون دی او د غزې او لویدیځې غاړې تر منځ طبیعي بیلتون دی همداراز د اسراییل په حکومت کې اوس دې مسالې ته میلان لږ دی.

اسراییل تر هغو چې د ده شاوخوا څه کیږي څه اراده نه لري. زه ویره لرم چې دا ډول وړاندیزونه به تر هغو ثمر ور کړي چې د اکثرو خوښه نه وي»
XS
SM
MD
LG