د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۴

د سپتمبر د یولسمې بریدکوونکي په پوځي محکمې کې محاکمه کیږي


د امریکا لوی څارنوال ایرک هولډر اعلان وکړ، چې خالد شیخ محمد او څلور تنه نور چې د دوه زره لومړي میلادي کال د سپتمبر د یولسمې پېښې په ارتباط په پوځي محکمه کې محاکمه کیږي.

د امریکا لوی څارنوال څرګنده کړه، چې د خالد شیخ محمد، ولید محمد بن عطاش، زمزي بن الشیبه او مصطفی احمد الهوساوي دروسیې یې دفاع وزارت ته راجع کړې دي.

دا پریکړه نژدې لس کاله وروسته د سپتمبر له پېښې نیول شوې ده چې درې زره کسان په کې ووژل شول.

اته کاله وروسته تر دې چې خالد شیخ محمد ونیول شو او نژدې شپاړس میاشتې وروسته تر دې چې د امریکا لوی څارنوالي د لومړي ځل لپاره وویل چې دغه پنځه تنه به په نیویارک کې په فدرالي محکمه کې محاکمه شي د دوي دوسیې پوځی محکمې ته واستول شوې.

د واشنګتن پوسټ په وینا د هولډر لومړۍ پریکړه چې دا کسان دې په فدرالي محاکمې کې محاکمه شي، په ځای پریکړه وه، ځکه چې د دوه زره لومړي کال د دسپتمبر د یولسمې پېښې قربانیان ملکیان و او برید د امریکا په خاوره کې شوی وه.

نو پریکړه پر ځای وه، خو لوی څارنوال او د اوباما ادارې د نیویارک له چارواکو سره د امنیتي ستونزو او لګښتونو په اړه بشپړه مشوره نه وه کړې چې له دې امله سیمه ییزو چارواکو او د کانګرس د دواړو ګوندونو غړېو انتقاد وکړ.

د واشنګتن پوسټ په باور له پریکړې ګرځیدلو پر لوی څارنوال چې په فدرالي محکمو کې د اوباما د ادارې له غښتلیو ملاتړ کوونکو څخه دی، منفي اغېز کړی دی.

په عین وخت کې کانګرس داسې قانون هم تصویب کړی دی چې د هغه له مخې د امریکا حکومت د ګوانتنامو په زندان کې د بندیانو له ساتنې او امریکا ته د هغوي له راوستو منع کوي.

د امریکا لوی څارنوال ټینګار وکړ، چې هم اوس او هم په راتلونکې کې باید دا د امریکا د ا جراییه قویې مسوولیت وي چې څوک، چیرته او څه ډول قانوني تعقیب شي.

د کانګرس غړي د قضایي چارو پریکړې نه ترلاسه کوي خو په امریکا کې یو شمېرخپلواکې موسېسې د امریکا پر حکومت انتقاد کوي چې په پوځي محکمو کې خلک محاکمه کوي.
XS
SM
MD
LG